روسیه نه پریږدي چې د حکمتیار نوم له تور لیست څخه لیري شي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، مرغومې ۱۴، ۱۳۹۵ل): امریکايي ورځپاڼې وال سټریټ ژورنال ادعا کړې چې روسیه نه غواړي چې د حزب اسلامي د مشر ګلبدین حکمتیار نوم د ملګرو ملتونو له تور لیست څخه وایستل شي.

د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار له ګډ حکومت سره د سولي تفاهم وروسته په تمه دی چې نوم یې له تور لیست څخه لیري او کابل کې مېشت شي، خو له یوه اړخه د نوموړي د نوم لیري کولو غوښتنه د ګډ حکومت له لوري وځنډېدله او اوس بیا د ملګرو ملتونو د امنیت شورا دایمي غړی او د ویټو حقدار هیواد روسیه د هغه د نوم له لیري کولو سره مخالفت لري.

یوه بهرني دیپلومات امریکايي ورځپاڼې وال سټریټ ژورنال ته ویلي: «دی نه پوهیږي چې روسیه ولې داسي کار کوي، دوی فقط د دې کار سره مخالفت کوي».

بلخوا د حزب اسلامي ویاند حمید عزیزي د رسنیو له لاري پر ګډ حکومت ټینګار کړی چې د ملګرو ملتونو پر امنیت شورا او بهرنیو هیوادونو باندي فشار وارد کړي تر څو د تور لیست څخه د ښاغلي حکمتیار نوم لیري شي او له ګډ حکومت سره د حزب اسلامي د سولي تفاهم لیک اساسي شرط پوره شي.

نوموړی وايي: «که هر هیواد د حکمتیار د نوم له لیري کولو سره مخالفت ښيي، دا به په دې مانا وي چې دغه هیواد په افغانستان کې د سولي سره دلچسپي نه لري».

د تېر کال ۲۰۱۶ په سپتمبر میاشت کې د ګډ حکومت مشر اشرف غني او د حزب اسلامي مشر حکمتیار ترمنځ د سولي تفاهم لیک امضا شو، چې پر اساس یې حزب اسلامي د یوې اعلامیې په صادرولو سره په افغانستان او نړۍ کې له ټولو وسلوالو سره خپلي اړیکي پرې کوي، د هغوی وسلوال مقاومت به غندي، له وسلوالي مبارزې به لاس اخلي، په سیاسي میدان به ور ګډیږي او د اوسني نظام د ساتنې او لا ټینګښت لپاره به هلې ځلې کوي. د دې تفاهمنانې پر اساس به مقابل اړخ (ګډ حکومت) د حزب اسلامي مشر ته په کابل کې د هوسا ژوند زمینه برابروي او د هغه نوم به د ملګرو ملتونو له تور لیست څخه باسي.

باید وویل شي چې د حزب اسلامي ډلې کابل ته د خپل مشر ګلبدین حکمتیار راتګ له تور لیست څخه د هغه د نوم تر لیري کولو پوري مشروط کړی دی، چې د کتونکو په نظر که یې روسیه مخالفت وکړي، دا کار به نور هم وځنډیږي.

د شنوونکو په نظر که څه هم تر یادې تفاهمنامې وروسته د حکمتیار لپاره د تور لیست باوجود په کابل کې استوګنه کومه ستونزه نه لري، خو نوموړی د خپلو پلویانو د لا زیات اطمنان لپاره نه غواړي چې د تور لیست تر ختمیدو وړاندې په کابل کې ظهور وکړي.

د یادونې وړ ده چې حزب اسلامی له ګډ حکومت سره د روغې جوړې یو دلیل د بین الافغاني مذاکراتو ضرورت ګڼل خو دا چې ګډ حکومت د واک نه لرلو په وجه په خپلو ژمنو کې پاتې راغی، دغه ډلګۍ یې خورا ناهیلې او د بشپړې تسلیمۍ په مورګو درولې ده.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د