افغانستان

عطا نور وايي د ولسمشر لومړۍ مرستیالي ورته وړاندیز شوې

نن ټکی اسیا (سه شنبه، مرغومې ۱۴، ۱۳۹۵ل): د بلخ سرپرست والي او د جمعیت اسلامي ګوند مشر عطا محمد نور ویلي چې د جنرال دوستم د لیري کېدو په صورت کې نوموړي ته د ولسمشر لومړي مرستیال د دندې وړاندیز شوی.

جنرال دوستم چې په جوزجان ولایت کې خپل حریف قومي مشر (احمد ایشچي) د ۱۶ ورځو لپاره په غیر قانوني توګه بندي کړی او پرې د جنسي تیري هڅه کړې وه، په دې وروستیو کې د ګډحکومت او نړیوالې ټولنې له لوري تر فشار لاندې دی چې باید محاکمه شي او له دندې وشړل شي، خو جنرال دوستم دا تورونه ردوي او وايي چې هیڅ څوک یې محاکمې ته د حاضرولو حق نه لري.

د بلخ سرپرست والي عطا محمد نور له بي بي سي سره په مرکه کې پرته له دې چې د چا نوم واخلي ویلي چې د ولسمشر د لومړي مرستیال دنده ورته وړاندیز شوې ده خو ده انکار کړی دی. عطا نور زیاتوي چې وړاندیز کوونکي ته یې ویلي چې «زه خیرات خور نه یم، جنرال دوستم ښه دی او که بد، اوس د ولسمشر لومړی مرستیال دی، که چیري هغه ګوښه کیږي، باید پر ځای یې بل ازبک وټاکل شي».

عطا نور چې له تیرو ۱۳ کلونو راهیسې د بلخ والي دی، ولسمشر اشرف غني يې له دندې څخه د لیري کولو په لټه کې دی او د خپلې ولسمشرۍ په لومړیو میاشتو کې یې د بلخ له ولایته ګوښه کړ خو بیرته یې مجبورا سرپرست والي وټاکه، چې تر اوسه همدا دنده پرمخ وړي.

عطا نور څه موده مخکې رسنیو سره په خبرو کې وویل چې د ولسمشر اشرف غني سره یو لړ توافقاتو ته رسېدلی دی چې په ترڅ کې به یې د بلخ ولایتي دنده پریږدي او په کابل کې به د «خپلو اهدافو لپاره مبارزه» کوي.

نوموړي څو ورځي وړاندي د بي بي سي سره په مرکه کې ویلي و چې د اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله پر سیاسي پریکړو باور نه لري، ځکه یې د ولسمشر اشرف غني سره نیغ په نیغه مذاکرات پیل کړي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
افغان

امریکا او ناتو په دغو کوڅه ډبو او په کوڅو کی زیږیدلو د سطرنج لوبه کوی چه مظلوم اولس یو ځل بیا لکه دمحکی به شان یو ځل بیا خبل جنګو ته ننباسی ، اخره کی افغانستان وویشی او به هره برخه یی خبل غلامان چارواکی کړی . او دوی خپلو کی یو په بل د سطرنج لوبه کوی ، ایتلافونه او اتحادونه جوړوی او ورانوی ، کله یو مخکی او ګله بل مخکی او په کورونو یی د هغو پهره داری وی چه قضایی مصونیت یی ورته ورکړی ، چه نیمی شپی له سطرنجو فارغ شی ، د میرمنو… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x