ورزش

نوروز منګل له نړیوال کرکیټ څخه تقاعد او چیف سلکټر وټاکل شو

نن ټکی اسیا (سه شنبه، مرغومې ۱۴، ۱۳۹۵ل): د افغانستان کرکټ بورډ د کرکیټ لوبډلي پخوانی کپتان نوروز منګل د نړیوال کرکیټ څخه تر تقاعد (ریټایرمنټ) وروسته د ټیم چیف سلکټر ټاکل شوی دی.

نوموړي نن د یوه خبري کانفرانس له لاري د نړیوال کرکیټ څخه خپل ریټایرمنټ اعلان کړ او د کرکیټ بورډ نوي مشر عاطف مشعل وویل چې نوروز منګل به نور په کرکیټ بورډ کې د چیف سلکټر (د لوبغاړو انتخابوونکی) وټاکل شي.

نوروز منګل ۳۲ کاله عمر لري، د ملي لوبډلي کپتان پاته شوی او په ۴۹ نړیوالو یوه ورځنیو لوبو کې را څرګند شوی دی، هغه په ۴۸ ځله توپ وهنه کې د قریب ۲۴ په اوسط ۱۱۳۹ منډي جوړي کړي دي.

نوموړی په نړیواله کچه په شل اوریزو لوبو کې ۳۰ ځله د افغانستان نمایندګي کړې ده چې په دغه لوبو کې ۴۵۴ منډي جوړي کړي دي او په اوسط ډول یې سټرایک ریټ ۱۰۹ پاته شوی دی.

نوموړي خپله لومړنۍ یوه ورځنۍ لوبه په کال ۲۰۰۹ کې د سکاټلېنډ پر خلاف کړې وه او وروستی لوبه یې د تېر کال ۲۰۱۶ په اکتوبر کې د بنګلدیش په خلاف وکړه.

د کرکیټ په نړۍ کې د افغانستان په تاریخ سازه مرحله کې نوروز منګل یو له مخکښو او غوره لوبغاړو څخه بلل کیږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x