fbpx

دفلک دعلم دمعلوماتو لپاره ځيني اهم اخځ ځايونه

مفتي احسان الله

په دې بحث ځیني هغه مراجع ذکر کو، چې دانټرنیټ پر مخ دفلک دعلم دمعلوماتو په اړه اساسي او بنیادي حیثیت لري، که موږ په ګوګل کې د (Astronomy) پلټنه وکړو، نو په سلهاو زره نتایج به را مخته شي، چې له دونه کثیر تعداد نه، خپل مطلب لاسته راوړل ګران کار دی، ددې لپاره زیات مناسب به کار دا دی، چې ځيني اهم او مشهور مراجع وپيږنو.

1- د ناسا NASA په نامه مشهوره ویب پاڼه ده، په انګريزي او عربي دواړو ژبو کې نشرات لري، چې دامریکا دفلکیاتو دادارې له خوا جوړه شوي، په دې پاڼه کې دفلک دعلم په اړه ډیر په زړه پوري لیکني، او دفلکي معلومات دوضاحت لپاره، ډیر ښایسته، په زړه پوري او نوي عکسونه نشر کیږي.

2- د ایسا ESA په نامه داروپا دفلکي ادارې پاڼه ده، په دې پاڼه کې هم پر ډیرو ښو معلوماتو سربېره، داروپا دفضا په اړه ليکني نشریږي.

3- دبيډل BDL په نامه پاڼه کې دفلک په اړه ډیر باریک حسابونه، دستورو دځای ځايګي په اړه حسابونه، او داسي نور لکه دکسوف او خسوف په اړه مفید معلومات نشر کیږي.

4- دايسو ESO په نامه پاڼه، چې داروپا دمشهوري رصدګاه نه نشریږي، دفلک او رصد په اړه ښه معلومات په کې خپریږي.

5- تلسکوپ او اسمان Sky & Telescope  په نامه پاڼه یوه ډیره ارزښناکه مجله ده، چې دفلک په اړه معلومات نشر کوي.

6- داسټرونومي http://astronomyscience.net/ په نامه ډیه مفیده او معلوماتي پاڼه ده، دعلم فلک په اړه ډیر وسیع معلومات په کې ځای پر ځای شوي دي.

7- مجلة العلوم الاکترونیة http://scbaghdad.edu.iq/sciencemag/02/home.html  هم میاشتنۍ مجله ده، مفید دفلک په اړه ګټور معلومات نشروي.

2016-12-27

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د