د دوستم د بد ماشي تر شا د چا لاس دی؟

نن ټکی اسيا سرليکنه 

له څو میاشتني غیاب وروسته د ګډ حکومت لومړی مرستیال له خپلو خواو شا ۳۰۰۰ وسله والو ملیشو سره یوځای یو ځل بیا کابل ته راغلی او وسله والې ملیشې یې د کابل په وزیر اکبر خان، شیر پور او ځینو نورو سیمو کې ځای پرځای کړي.

ښاغلی دوستم چې د خپلو تر سره کړیو جنايي جرمونو له کبله د جنګي جنایاتو پرمحکمه سربیره د احمد ایشچي په دوسیه کې هم د هیواد عدلي او قضايي ارګانونو ته مطلوب دی په دغسي قدرت نمايي سره یې کابل ته راستنیدل ځانګړي زماني او مکاني مدلولات لري.

تجربو ښودلې چې په ګډ حکومت کي د رایوځای شویو مختلف الأضلاع عناصرو هر تحرُک د هغوی شخصي ابتکار نه ؛ بلکي د ګډ حکومت د جوړوونکي لوري (امریکا) دستور وي چې په یوه خاص وخت کې خاص هدف ته د رسیدو لپاره یې هغوی ته صادروي.

اوس مهال چې له یوې خوا د ولسمشر اشرف غني او اجرائیه رئیس ډاکټرعبدالله ترمنځ د بلخ سرپرست والي او د شمال دیکتاتور ښاغلي عطاء د خپلولو پر سر مسابقه روانه ده له بلې خوا یې د مسکو له لوري د سیاسي او دیپلوماتیک وجاهت توهین شوی امریکایانو ته ښه چانس دی چې په هیواد کې د مزیدې ګډوډې رامنځته کولو لپاره دوستم ته هم په شمال سربیره په کابل کې د پوځي تظاهر دستور ورکړي.

په ګډ حکومت کې د هغه د تأسیس له لومړۍ ورځې راهیسي دوستم په جنګي جرمونو د یوه تورن شخص په توګه یواځې د فشار د یوې وسیلې په توګه په هغه کې ورځای کړل شو، او نوموړی چې هره غوښتنه لري هغه یواځې په خپلې سرزوري او حماقت سره پرحکومت مني.

اوس چې د احمد ایشچي په دوسیه کې ظاهرا د لويې څارنوالې لخوا تر پوښتنې لاندې راغلی غواړی له دې دوسیې څخه په ځان خلاصولو سربیره خپلو نورو غوښتوته د رسیدو لپاره ارګ او په مجموع کې کابل ښارد خپلو ملیشو په محاصره کې وساتي.

په کابل کې د امریکا سفارت چې ارګ وال ورته د حاکمیت د محور په سترګه ګوري د ګډ حکومت د سهیمو لوریو ترمنځ روانه لوبه په ډیر دقت څاري او د هغوی ترمنځ معادله برقراره ساتل خپل ستراتيژیک مصلحت بولي.

یواځې د دوستم بدماشي نه ، بلکې د ولسمشر غني او ښاغلی عطاء په نوې یارانې کې د یوه مطرح ګوند په حیث د جمعیت اسلامي مطرح کیدل هم د امریکایانو لخوا د تنظیم واکي د یوې بلې سناریو په توګه قابل غور دی.

د جان کیرې لخوا د ملي وحدت په نوم د ګډ حکومت اصلي موخه د افغان ولس د ملي وحدت تخریب او له منځه وړل و چې د وخت تیریدو دغه حقیقت هرچاته څرګند کړ.

وبه ګورو چې د یاد حکومت د ټاکلې مودې تر پوره کیدو پوري د یاد حکومت غبرګ چارواکي ولس ته د ملي وحدت د تمثیل تر نامه لاندې نور کوم فعالیتونه اجراء کوي.

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
ظفرخان
میلمه
ظفرخان

زما په اند ددوستم دبدماشی تر شا د دولت د مسلح مخالفینو لاس ده ، داځکه چی که چیری دوی له دولت سره مخالفت نه کولی نو دوستم ته به دازمینه برابره شوی وای چی دی دی دهیواد دولسمشر لمړی مرستیال وای؟ ځواب هم زه وایم چی هر ګز نه ، که چیری افغانان او خاصتا پښتانه له خپل منځی اختلافاتو لا س په سر شی بیا هیڅوک هم دیی جرئت نه شی کولی چی افغانستان دی وګواښی خو بدبختی داده چی موږ پخپلو منځو کی یو بل سره وژنو او ګټه یی دښمن اخلی