fbpx

غزل/ محمد نعیم افغان

 محمد نعیم افغان
په خپله غېږ یې د مغرورو ننداره ماته کړه
ساحل د بحر هغه مست مسته څپه ماته کړه

پرې اثر نکوي خمار خو سترګي سرې ګرزوي
نن یې په سرو سترګو ساقي ته میکده ماته کړه

شعار یې حق دی د واحد او لایزال بنده دی
تبر یې واخیست یک تنها یې بت خانه ماته کړه

کړه یې بلعکسه عکاسي سپین یې په تور ښکارول
د تور بدرنګو د سنګار یې آینه ماته کــــــړه

په سپین سهار باندې خوره وه ترې یې نور وړی و
سهار په خپل همت هم دغه توره شپه ماته کړه

سحر جادو کې یې ازغي ورکړه د ګل په شکل
سحر یې مات کړئ د ازغو یې ګلدسته ماته کړه

سم یې راګېر کړی په هر دام کې یې په خوله ویشتلی
نن یو فقیر وه کبرجن ته کږه خوله ماته کړه

که ددې عصر یو فرعون و پاس پرې بر ختلی
نعیم افغانه خو موسی ورته زینه ماته کړه

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د