افغانستان

طالبانو په تېر کال کې د ۷۷ سلني ملکي تلفاتو مسؤول امریکایان او حکومت وباله

نن ټکی اسیا (سه شنبه، مرغومې ۱۴، ۱۳۹۵ل): طالبانو د تېر کال ۲۰۱۶ ملکي تلفاتو مفصل راپور نشر کړی چې په وینا یې په دغه تلفاتو کې ۷۷ سلنه مسؤولیت امریکایانو او حکومتي ځواکونو ته راجع کیږي، ۱۲ سلنه طالبانو او پاته یې داعش او نامعلومو وسلوالو ته راجع ده.

د طالبانو دراپور سره سم په تېر یوه کال کې ۵۲۳۲ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله رسېدلې چې په هغو کې ۲۰۰۴ تنه وژل شوي او پاته نور ټپیان شوي دي.

د راپور سره سم په وژل شویو کې ۱۵۴۰ نارینه ، ۲۰۶ مېرمني او ۲۵۸ ماشومان دي.

په راپور کې ویل شوي چې طالبانو د ملکي تلفاتو د مخنیوي لپاره او د شکایاتو د اوریدلو لپاره مستقله اداره جوړه کړې چې په افغانستان کې د ملکي تلفاتو دقیقه شمېره معلومه کړي او د مخنیوي لپاره یې اړین ګامونه اوچت کړي.

د یادي ادارې له لوري په نشر شوي راپور کې د ملکي تلفاتو زیاته برخه امریکایانو ته راجع شوې ، امریکایان او دولتي ځواکونو د وژل شویو ملکيانو په برخه کې په قریب ۷۷ سلنه متهم بلل شوي او همداسي په ټپيانو کې چې بشپړ شمېر یې ۳۲۲۸ کسان دي، تر ۷۲ سلني زیات برخه ورته منسوب شوې ده.

په راپور کې د مجموعي ملکي تلفاتو څخه قریب ۱۲ نیم سلنه طالبانو ته راجع شوي.

باید وویل شي چې امریکایانو، دولتي ځواکونه او طالبان تل یو پر بل باندي د ملکي تلفاتو اړولو تور پوري کوي چې هر لوری یې بل ته منسوبه وي او د مخ پر ډېریدو ملکي تلفاتو مسؤولیت پر خپل مخالف لوري اچوي.

د طالبانو په راپور کې راغلي چې دوی خپل هغه کسان محکمه کوي چې د ملکي تلفاتو په پيښو کې ښکېل وي او د شریعت د قانون او اصولو سره سمه سزا ورکوي او همداسي د متضررو کورنیو سره د صلحې او تفاهم لپاره خواخوږي څرګندوي.

په راپور کې د ننګرهار، روزګان، فاریاب، کندز، پکتیکا او بدخشان ولایت ځیني پيښي هم ذکر شوي دي په کومو کې چي بهرنیو او دولتي ځواکونو په لسګونو ملکي وګړي وژلي دي.

باید وویل شي چې په ورته توګه د ملګرو ملتونو د حقوق بشر اداره وخت په وخت د ملکي تلفاتو راپورونه نشروي چې په هغو کې طالبانو په زیاته کچه د ملکي تلفاتو په را منځته کولو تورنه وي، امریکایان کم او یوه اندازه دولتي ځواکونو ته منسوبوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x