نړۍ

جرمني: ۱۹ کلن افغان کډوال ځانته اور اچولی

نن ټکی اسیا (سه شنبه، مرغومې ۱۴، ۱۳۹۵ل): د جرمني په «باواریا» ایالت کې یوه ۱۹ کلن افغان ځوان ځانته اور ورکړی دی.

د جرمني پولیس وايي چې نن سهار اوه بجې شاوخوا یوه ځوان د جرمني په جنوب ختیځ کې د یوه سوپر مارکیټ مخته ځانته اور اچولی، خو د مارکیټ کارکوونکي او صحنې ته نیژدې کسان وتوانېدل چې د هغه پر بدن لګېدلی اور مړ کړي او د هغه ژوند وژغوري.

افغان ځوان چې تر اوسه یې بشپړ هویت نه دی څرګند شوی، د بدن زیاته برخه یې سوځېدلې ده خو له مرګه ژغورل شوی دی.

د پولیسو په وینا تر اوسه ددې وجه نه ده معلومه شوې چې ولي دغه افغان کډوال ځانته اور اچولی خو ګمان کیږي چې له مسافری او کډوالۍ تر څنګ د نامعلوم برخلیک سره د مخ کېدو په وجه به یې ځان سوځولو ته زړه ښه کړی وي.

د جرمني پولیسو ویلي چې دغه افغان کډوال لومړی د پټرول پمپ څخه پټرول په پیسو وپلورل او بیا یې د سوپر مارکیټ مخته ځانته اور ورته کړ او زیاته کړې چې د پيښي پر مهال د هغه سره یو چاقو هم په لاس کې وو، چې هیڅ کار یې نه دی ځیني اخیستی.

په دې وروستیو کې جرمني او اوروپايي هیوادونو د افغان حکومت سره په تفاهم هغه افغان کډوال بیرته افغانستان ته استوي چې د یادو هیوادونو له لوري يې د پناه اخیستلو غوښتني نه منل کیږي.

تېر کال په لسګونو زره افغانانو په افغانستان کې د خراب اقتصادي وضعیت او نا امنیو له امله اوروپا ته هجرت وکړ چې اکثره یې کم عمر لرونکي ځوانان دي او په اروپا کې یې د ښه ژوند او راتلونکي په ارمان په سلګونو زره افغانیو مصرفولو تر څنګ خپل ژوندونه په خطر کې اچولي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x