د نن سرلیکنه

د بګرام د بندیانو برائت او د کرزي بیوسي

نن ټکی آسیا – سرمقاله: د تیرې دوشنبې په ورځ د کرزي لخوا د بګرام زندان د بندیانو د دوسیو د څیړلوځانګړې کمیټې مشر عبد الشکور داد رس اعلان وکړچې شپږ نیم سوه بندیان به د بګرام له محبس نه آزاد کړي.

خو د بندیانو د څیړنو د ځانګړې کمیټې د مشر تر اعلان سمدستي وروسته په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو ویاند دیو لپن وویل چې د دغو بندیانو په منځ کې خطرناک بندیان شته چې هغوئ باید په هیڅ صورت خلاص نشي، اود هغوئ دخلاصون په اړه چې د بندیانو د دوسیو څیړنو کمیسیون کومه پریکړه کړې هغه د دوئ تر صلاحیت لوړه خبر او امریکايي ځواکونوته دمنلو وړ نه ده .

د امریکايي ځواکونو د څرګندونو په تعقیب امریکایی سناتورلینسی ګراهام د پنجشنبې په ورځ په کابل کې خبریالانوته وویل چې باید خطرناکه بندیان د بګرام له زندان څخه آزاد نشي ، او که چیرې ددغو بندیانو دخلاصون په اړه د بندیانو د دوسیو دڅیړلو کمیټې پریکړه عملي کیږي دا به د افغان حکومت او امریکا پراړیکومنفی اغیز پرې باسي.

د بندیانو د دوسیو د کمیسیون مشر عبدالشکوردادرس د امریکايي چارواکو د دغو اعتراضیه څرګندونو اوغوښتنو په اړه ویلي چې دوئ ته د بندیانو د دوسیو د څیړلو پرمهال د بندیانو جرمي شواهد او اسناد مدار اعتبار دي ، نه د امریکايي ځواکونو ادعاګانې چې د دغو بندیانو په اړه یې لري .

نو موړي د خپلې پریکړې په لومړۍ ورځ وویل چې د دغو بندیانو ډیری کسان یواځې د لنګوټې تړلو او ږیرې لرلو په جرم بندیان شوي او د بند ډیره موده یې همداسې په لا جرمي کې په ډیرو ستونزمنو شرائطوکې تیره کړې ، د هغوئ د دوسیو څیړلو پرمهال مونږ هیڅ داسې مدارک او شواهد نه دې پیدا کړي چې له امله دي نور هغوئ په زندان کې پاتې شي .

د غه ځانګړی کمیسیون چې شخصا خپله د حامد کرزي په امر او دستور دبګرام د بندیانو د دوسیو څیړلو او د هغوئ د خلاصون په غرض ایجادشوی له خپلې څو میاشتنۍ کاري پلټنې وروسته یې د ۶۵۰ بندیانو دبرائت او خلاصون داسې پریکړه وکړه چې د امریکايي چارواکو د اعتراض او ګواښ له وجې یې د ۸۸ کسانو د خلاصون امر بیرته د حامد کرزي د حکم پر اساس وځنډوله ..

د بګرام د محبس په سر له تیرو دووکلونو راهیسې د کرزي او امریکايي چارواکو ترمنځ ناندرۍ روانې دي چې بالاخره پنځه میاشتې مخکې په نمایشي ډول په داسې ډول دهغه واک دکرزي ادارې ته وسپارل شو چې د ۳۰۸۵ بندیانو له جملې څخه یې ۴۵۰ تنه بیاهم د امریکایانو ترواک لاندې پاتې شول.

کرزی لس کاله وروسته په افغانستان کې د امریکایانو ترواکمنۍ لاندې د زندانونو لرل د افغانستان دحاکمیت خلاف عمل بولي او داخبرې کوي چې امریکايي او نور بهرني ځواکونه حق نه لري چې په افغانستان کې شخصي زندان ولري .

د بندیانو د خلاصون په اړه د امریکایانو تر اعتراض وروسته د دغه حکم بیرته ځنډول په افغانستان کې د امریکايي اشغال تر سیوري لاندې د کرزي د بیواکه ادارې دبیوسۍ او بیواکۍ تر ټولو ښه تعبیر دی .

امریکایان تل له خپلو تحت الحمایه لاسپوڅوحکومتونوسره یواځې دکاغذ پرمخ د هغوئ د ملي حاکمیت د استقلال سندونه او معاهدات لاسلیکوي ، خو په حقیقت کې په هیڅ صورت هغوئ ته د استقلال او خپلواکې صلاحیت نه ورکوي،د بګرام دبندیانو د خلاصون په اړه د هغوئ وروستي ګواښونه د دې واقعیت ژوندۍ بیلګه ده

د نن ټکی آسیا سرمقاله

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x