افغانستان

طالبان: ۴۱ بشپړې ولسوالۍ او ګڼې سيمې زمونږ په ولکه کې دي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، مرغومې ۱۴، ۱۳۹۵ل): طالبان وايي چې په ټول افغانستان کې ۴۱ ولسوالۍ په بشپړه توګه او ګڼ شمېر نوري يې د ولسواليو له مرکزونو پرته په لاس کې لري.

د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد نن ټکي اسيا ته په رالېږلې خبر پاڼه کې ويلي چې په ګڼو سيمو کې دولت يوازې د ولسواليو په مراکزو د يوې پوستې په توګه کنترول لري او نورې سيمې د دوی په لاس کې دي.

دغه ۴۱ ولسوالۍ چې په ۱۷ بېلابېلو ولايتونو کې د طالبانو تر کنترول لاندې دي، په اړه يې ذبيح الله مجاهد ويلي چې ددغو ولسواليو ټولې اړوندې ادارې يې فعالې کړي دي.

طالب وياند ويلي چې له ولسواليو پرته د هيواد په بېلابېلو سيمو کې نورې هم ګڼ شمير سيمې په خپل کنترول کې لري؛ خو هغه ولسوالۍ يې د يادونې وړ بللې دي چې د ولسوالۍ د مرکز په ګډون په بشپړه توګه د هغوی په لاس کې دي.

په خبرپاڼه کې ددغو ولسواليو يادونه په لاندې توګه شوې ده: «

۱ ــ هلمند کې ۷ ولسوالۍ د مجاهدینو سره دي ( باغران، بغنی، موسی کلا، نوزاد، دیشو، ناوه او خانشین )

۲ ــ پکتیکا کې ۵ ولسوالۍ د مجاهدینو سره دي ( نکه، ګیان، چهاربران، ډيله او اومنه )

۳ ــ غزني کې ۴ ولسوالۍ له مجاهدینو سره دي ( ناوه، خوګیاڼي، رشیدان او زنخان )

۴ ــ فراه کې ۴ ولسوالۍ له مجاهدینو سره دي ( ګلستان، بکوا، بالابلوک او خاکسفید)

۵ ــ سرپل کې ۴ ولسوالۍ له مجاهدینو سره دي ( کوهستانات، شیرم، الفتح او البدر)

۶ ــ کندهار کې ۳ ولسوالۍ له مجاهدینو سره دی ( غورک، ریګستان او میانشین)

۷ــ بدخشان کې ۲ ولسوالۍ له مجاهدینو سره دی ( یمګان او وردوج )

۸ــ زابل کې ۲ ولسوالۍ له مجاهدینو سره دی ( خاک افغان او نوبهار)

۹ــ فاریاب کې ۲ ولسوالۍ له مجاهدینو سره دي ( خواجه ناموسی او خیبر)

۱۰ــ بغلان کې ۱ ولسوالۍ له مجاهدینو سره ده ( دهنه غوري)

۱۱ــ نورستان کې ۱ ولسوالۍ له مجاهدینو سره ده ( منډول)

۱۲ــ خوست کې ۱ ولسوالۍ له مجاهدینو سره ده ( قلندر)

۱۳ ــ بلخ کې ۱ ولسوالۍ له مجاهدینو سره ده ( البرز)

۱۴ ــ پکتیا کې ۱ ولسوالۍ له مجاهدینو سره ده ( ارمه)

۱۵ــ ارزګان کې ۱ ولسوالۍ له مجاهدینو سره ده ( خارخورده)

۱۶ ــ لوګر کې ۱ ولسوالۍ له مجاهدینو سره ده ( خروار)

۱۷ ــ غور کې ۱ ولسوالۍ له مجاهدینو سره ده ( مرغاب)»

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x