ټرمپ د ګوانتنامو له بندېدو سره مخالفت وښود

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، مرغومې ۱۵، ۱۳۹۵ل): د امریکا منتخب ولسمشر ډونلډ ټرمپ غوښتنه کړې چې له ګوانتنامو زندان څخه دي نور بندیان نورو هیوادونو ته نه انتقالیږي.

نوموړی د ګوانتنامو زندان له تړل کېدو سره مخالفت وښود او له حکومته یې وغوښته چې د نورو بندیانو له خوشي کولو څخه دي ډډه وکړي.

نوموړي پر خپل ټویټر وویل: «د ګوانتنامو څخه باید نور بندیان خوشي نه شي، هغوی ډېر خطرناک دی، باید اجازه ور نه کړه شي چې بیرته دجګړې ډګر ته ور وګرځي».

نوموړي دغه خبري په داسي وخت کې کړي چې په روانه میاشت کې ولسمشري پرېښودونکی باراک اوباما په پلان کې لري چې د خپل ولسمشرۍ تر پایه له ګوانتنامو څخه اقلا ۱۹ کسان نورو هیوادونو ته انتقال کړي.

باراک اوباما د کال ۲۰۰۸ په انتخاباتو کې ویلي وه چې د ولسمشرۍ په دوران کې به دده لومړیتوب دا وي تر څو د ګوانتنامو بدناموونکی زندان د تل لپاره بند کړی، خو نوموړی په تېرو ۸ کلونو کې ونه توانېد چې خپله وعده پوره کړي او په ګوانتنامو زندان کې اوس هم ۵۹ بندیان ساتل کیږي.

د سرچینې په وینا د باراک اوباما اداره غواړي ټرمپ ته تر ولسمشرۍ سپارلو مخکې اقلا ۱۹۹ بندیان اټالیا، عمان، سعودي او امارات ته انتقال کړي، ځکه یې کانګریس ته خبر ورکړی او د هغوی پریکړي ته منتظر دي.

باراک اوباما د روانې میاشتي (جنوري) پر شلمه ولسمشري په رسمي ډول نوي منتخب ولسمشر ډونلډ ټرمپ ته پریږدي.

په امریکا کې د بښنې نړیوالې ادارې د باراک اوباما وروستی پریکړه ستایلې خو ویلي چې دا کفایت نه کوي، اوباما باید په خپلو وروستی ورځو کې په بشپړه توګه د ګوانتنامو د بندولو هڅه وکړي او پرې نه ږدي چې دغه زندان د ډونلډ ټرمپ ادارې ته پاته شي.

ګوانتنامو زندان په کال ۲۰۰۲ کې د پخواني ولسمشر جورج ډبلیو بوش په وخت کې جوړ شوی تر څو د افغانستان او نړۍ څخه نیول شوي امریکا ته مطلوب کسان په غیر قانوني توګه بېله محکمې په کښي وساتلی شي.

دغه زندان تل د حقوق بشر ادارو له خوا تر نیوکو لاندي نیول شوی او د امریکايي سیاستمدارانو له خوا په دې وجه غندل شوی چې په نړۍ کې یې د امریکا نوم بد کړی او امریکا یې نړۍ ته د حقوق بشر ناقض هیواد معرفي کړی.

د «هیومن رایټس فرسټ» بشري موسسې په یوه راپور کې ویل شوې وه چې د جورج بوش د ولسمشرۍ تر وروستي کال (۲۰۰۹) پوري د ۷۸۰ بندیانو څخه یې ۵۲۰ ازاد یا خپلو هیوادونو ته انتقال شوي وه، او د اوباما په ولسمشرۍ کې ۱۷۹ تنه یې خپلو یا پردیو هیوادونو ته لیږدول شوې دي.

د پنتاګون څخه په خپور شوي راپور کې راغلي چې د ګوانتنامو زندان کلنۍ بودیجه ۴۴۵ ملیونه ډالره ده، چې د هر بندي د کال ۷.۵ ملیونه ډالر مصرف راځي، په داسي حال کې چې خپله په امریکا کې په تر ټولو مصؤونو بندي خانو کې د یوه بندي کلنۍ بودیجه ۷۸ زره ډالره ده.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د