fbpx
حکمتیار د «سولې» تړون د لاسلیک پر مهال

حکمتیار کابل ته په راتګ کې تر خپل اساسي شرط تېر شو

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، مرغومې ۱۵، ۱۳۹۵ل): د حزب اسلامي ډلې کابل ته د خپل مشر د راتګ په شروطو کې له یو اساسي شرطه تنازل اعلان کړ.

د یادې ډلې مشر ګلبدین حکمتیار ویلي چې د ملګرو ملتونو تور لیست په کابل کې د خپل ظهور په وړاندې خنډ نه بولي. نوموړي د یوې اعلامیې په ترڅ کې ویلي:

«د حزب اسلامي مشر چمتو دئ له ځنډ پرته كابل ته راشي، نه د تعزيراتو عدم الغاء كوم مهم خنډ گڼي او نه د چا له تور ليست د حزب د غړو د نومونو حذفولو ته انتظار كوي».

حزب اسلامي په داسې حال کې د تور لیست د ختمولو له شرطه تېریږي، چې تر دې وړاندې یې په کابل کې د حکمتیار راڅرګندېدل له تور لیست څخه د نوموړي د نوم په ایستل کیدو مشروط ګرځولي وو.

خو یادې ډلې په یوې تازه اعلامیه کې ویلي چې که له تور لیسته یې د مشر نوم ونه ایستل شي هم، حکمتیار چمتو دی چې کابل ته راشي، خو زیاتوي چې حکومت باید د حکمتیار تر راتګ وړاندې د حزب اسلامي بندیان ازاد او د مهاجرینو د اسکان لړۍ عملا پیل کړي.

تر اوسه دا نه ده معلومه چې د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار به د خپلو بندیانو د ازادۍ او د مهاجرینو د اسکان په شروطو ټینګ پاتې شي او که د حکومت د پاتې راتلو په صورت کې به لکه د تور لیست په شان له دغو شروطو هم تنازل وکړي؟!.

حزب اسلامي وروسته له هغه کابل ته د خپل مشر په راتګ کې له خپل اساسي شرطه تېریږي، چې د ګډ حکومت د ژمنې خلاف د ملګرو ملتونو د امنیت شورا دوه غړو هیوادونو (فرانسې او روسیې) له تور لیست څخه د حکمتیار د نوم له ایستلو سره مخالفت وښود.

د یادونې وړ ده چې له حزب اسلامي سره د تفاهمنامې تر لاسلیک وړاندې ګډ حکومت یادې ډلې ته ژمنه ورکړې وه چې د ملګرو ملتونو د تعزیراتو، جایزو او تورلیست څخه به یې نوم ایستل کیږي.

د تېر اکتوبر په ۳۰مه په کابل کې د حزب اسلامي استازي انجینر امین کریم له طلوع تلویزون سره په مرکه کې له تور لیست څخه د حکمتیار د نوم ایستل د توافقنامې د تطبیق «اساسي غوښتنه» بللې وه.

avatar
3 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
mayak khan
میلمه
mayak khan

حکمتیار او پیروان ئې یواځي دخپل سر خیر غواړي او خپلې ذاتي ګټې ئې په ستر ګو کښې پټې دي، دا خو هسې یو نمایشي هوکړه وه چې ترسره شوه که یوه ماده ئې نشي عملي یواځي دشخي ګټو سره ئې توافق ترسره شي بیا هم حکمتیار دغه کړنه ترسره کوي،ځکه حزبیان هغه حزبیان ندي چې په خپل مرام باندې به ئې سرورکولو خو تنا زل ئې نه مانه نن دحزب واک حبیب الرحمان حکمتیار ته سپارل شوی ده او هغه یو ځوان احساسلتي هلک دی اوترډیر ه دخواهشاتو بیروي کوی ، دهغه دپوهنتون دوره چې پدغه لنډ وخت کښې… نور لوستل »

افغان
میلمه
افغان

دا د الله ج عذاب دی ، چه حکمتیار د سوړجنګ د غلامی تړون د لاسلیک کولو وروسته ورته وخت او چانس ورکړی شو که دی توبه وباسی ،مګر دی او د ده حزب لا ډیر به دغه نجاست او خباثت کی تر ستونی ننوت ، تاسی ګوری چه دی ورته سجدی کوی او باداران یی په لغتو وهی دا د ده لویه بی عزتۍ او بی حرمتی ده ، کشکی دی پوهیدلی ، ده ته د کابل ډالری او داعشی دنده تر هر څه اولیت لری ، په اربکیت کی یی د ډالرو خوند لیدلی اوس غواړی په داعشیت… نور لوستل »

احمد
میلمه
احمد

وایی چی مړی خدای شرموی ### یی په تخته ځی الله دی تباه که ګلبدینه له دی بدو بیکارو کارونو سره بیشکه چی الله ج شرمولی یی او دشهیدانو وینو شرمولی یی که نه دا لوبی تر لیونی پرته بل څوک په ځان نه کوی