افغانستان

امریکا: د روسیې په درې اړخیزه غونډه کې مونږ هم برخه نه لرله

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، مرغومې ۱۵، ۱۳۹۵ل): د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په ماسکو کې د افغانستان په اړه د روسیې، چین او پاکستان د تېرې اونۍ غونډې ته په اشارې ویلي چې امریکا د هغو ټولو نړیوالو هڅو ملاتړ کوي چې په افغانستان کې د سولي او امنیت په موخه ترسره کیږي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند «جان کربي» د دې پوښتني په جواب کې چې په روسیه کې د افغانستان په اړه غونډه جوړه شوې وه او خپله د افغان حکومت چارواکي نه وو ورغوښتل شوي، وویل چې نه یوازي افغانستان، بلکې امریکا هم په یاده غونډه کې ګډون نه درلود.

په داسي حال کې چې افغانستان د ماسکو د غونډې سره تر حده زیات مخالفت ښودلی او دا یې د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه بللې ده، خو د امریکا د بهرنیو چارو وزارت جان کربي وویل: «کوم هیوادونه چې د افغانستان په اړه غونډې کوي، باید د افغانستان د سولي، ثبات او سوکالۍ لپاره یې وکړي».

تېره اونۍ په ماسکو کې د روسیې، پاکستان او چین تر منځ درې اړخیزه غونډه د افغانستان پر امنیتي وضعیت، مخدره توکو پر مخ زیاتېدونکی تولید او د داعش وسلوال فعالیت د بحث لپاره جوړه شوې وه.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د دې غونډي په اړه احتجاجا وویل چې د افغانستان اړوند غونډي ته باید د افغان حکومت رسمي چارواکي غوښتل شوي وای خو داسي ونه شول ځکه به دغه غونډه بې پایلي وي.

د شنوونکو په نظر د روسیې وروستیو تحرکاتو ته په کتو داسې ښکاري چې دغه هیواد نور د افغانستان حکومت د امریکا «لاسپوڅی» او سمبولیک بولي، د افغانستان جګړه کورنۍ جګړه نه بولي، بلکې په سیمه کې یې د کنټرول لپاره د امریکایانو پلان بولي، چې د امنیتي تړون په غولوونکې تفاهملیک غواړي پر پاکستان، چین، روسیه او ایران نظر ولري او ټول هیوادونه په افغانستان کې له خپلو پوځي اډو څخه په استفادې تر تاثیر لاندي راولي.

څو ورځي وړاندي په کابل کې د روسیې د ولسمشر خاص استازي ضمیر کابلوف د اناتوليه خبري اژانس سره په مرکه کې وویل چې روسیه په افغانستان کې د کوچنیو اډو تر څنګ د امریکا نهه لويي اډې نه شي زغملی او په خبره یې امریکا په غولوونکو شعارونو غواړي چې د اسیا په دغه برخه کې خپل کنټرول او نفوذ پراخ کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x