
جمعه او د کهف سورت
حامد افغان
دغريبانو په کشتۍ کې له سينده پورېووت اوبیا راولاړ شو دکشتۍ پټې یې وايستلې او ورته خرابه یې کړه!!
یواځي یې یوماشوم پیداکړ او هغه یې وواژه!!
دکلې له خلکو یې ډوډۍ وغوښتله هغوی ورنکړه، دی را ولاړ شو په کلي کې دیوه کاږه دیواله په جوړولو یې پیل وکړ!!
د دې ټولو نوادرو کارونو هريوه په مهال هغه ورته وویل: سړیه! مسکینانو ښیګڼه درسره وکړه له سينده یې را پوري ایستلې تا کشتۍ ورماته کړه؟!
بېګناه ماشوم دي مړ کړ؟!
خلکو یوه ګوله ډوډۍ نه درکوله ته ديوالونه ورته جوړوې؟!! .
د دې عجیبه کړنو ترشا حکمتونه داوو چې دغریبانوکشتۍ یې که خرابه کړې نه وی هغه به پاچا بیګارکوله او ډیره موده به مسکینان خوار اوزار پاته و. هغه ماشوم که لوی شوی وی خپل نیک صالح مور اوپلاربه یې بدمرغه کړې وو اودکلي له کاږه دیواله لاندي د دوو یتیمانو خزانه وه که نړيدلي وی ضایع شوې به وه.
داهغه حکمتونه دي چې د خضر علیه السلام دتقریبا ساده کړنو ترشا پټ و اوموږ ته په سورت کهف کې بیان شوې دي، داچې موږ ته دجمعې په ورځ د کهف دسورت ویلو لارښوونه شوې ده شاید په دې کې به لوی حکمتونه وي چې موږ یې له ادراک نه عاجزه یو.
رسول الله صلي الله عليه وسلم وايې: څوک چې دجمعې په ورځ سورت کهف تلاوت کړي الله به د دوو جمعو په منځ کې نور ورته وځلوي.
عن ﺃﺑﻲ ﺳﻌﻴﺪ ﺍﻟﺨﺪﺭﻱ ﺭﺿﻲ ﺍﻟﻠﻪ ﻋﻨﻪ ﻗﺎﻝ : ﻗﺎﻝ ﺭﺳﻮﻝﺍﻟﻠﻪ ﺻﻠﻰ ﺍﻟﻠﻪ ﻋﻠﻴﻪ ﻭﺳﻠﻢ : ﻣﻦ ﻗﺮﺃ ﺳﻮﺭﺓ ﺍﻟﻜﻬﻒ ﻓﻲ ﻳﻮﻡ ﺍﻟﺠﻤﻌﺔ،ﺃﺿﺎﺀ ﻟﻪ ﻣﻦ ﺍﻟﻨﻮﺭ ﻣﺎ ﺑﻴﻦ ﺍﻟﺠﻤﻌﺘﻴﻦ . ﺭﻭﺍﻩ ﺍﻟﺤﺎﻛﻢ ﻭﺍﻟﺒﻴﻬﻘﻲ.