نړۍ

فلېپین: پر زندان له وسلوال برید وروسته ۱۵۴ بندیان تښتېدلي دي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، مرغومې ۱۵، ۱۳۹۵ل): د فلېپین په جنوب کې وسلوال توانېدلي چې له یوه زندان څخه ۱۵۴ تنه بندیان وتښتوي.

د تفصیلاتو سره سم نن سهار وختي ۱۰۰ وسلوالو پر یوه لوی زندان باندي وسلوال برید وکړ، د زندان مسؤولینو ویلي چې جګړې تر دوه ساعته دوام وکړ، چې په دغه موده کې ۱۵۴ بندیان له زندانه په تېښته بریالي شوه، په جګړه کې د بندي خانې یو ساتونکی وژل شوی دی.

بندیان توانېدلي چې یو بل ته په کومک ورکولو سره د بندي خانې له لویو دېوالونو څخه بل اړخ ته واوړي او وتښتي.

چارواکي وايي چې د پېښي وروسته سیمي ته کومکي ځواکونه رسېدلي دي او د تښتېدلیو بندیانو د بیا نیولو لپاره هڅي رواني دي.

ګمان کېږي چې په تښتېدلیو بندیانو کې به زیات شمېر هغه مسلمان بندیان وي چې د فلېپین د حکومت پر ضد وسلواله مبارزه کوي.

په فلېپین کې د ابوسیاف په نامه اسلامي جهادي ډله او همداسي د مورو اسلامي خوځښت ډله په دغه هیواد کې د مسلمانانو د حقوقو څخه د دفاع لپاره د حکومت پر ضد مبارزه کوي چې وروستی ډلي يې په کال ۲۰۱۴ کې د حکومت سره د سولي تړون وکړ، خو د تړون وروسته یو شمېر ګروپونه ځیني جلا شول او خپلي مبارزې ته یې ادامه ورکړې ده.

باید وویل شي چې په تېره لسیزه کې په دغه هیواد کې د بند ماتولو تر ټولو لویه پېښه بلل کېږي، ددې تر مخه په ۲۰۰۷ کې له یوه زندان څخه ۴۰ تنه تښتېدلي وه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x