د کونړ ځنګلونو د تحفظ په اړه د طالبانو د ستاینې وړ اقدام

نن ټکی اسیا – سرلیکنه:

د تیرې دوشنبې په ورځ طالبانو د یوې رسمې خبرپاڼې په صادرولو سره په کونړ کې د طبیعې ځنګلونو پر ناقانونه وهلو بندیز ولګاوه.

د کونړ شنه ځنګلونه چې د هیواد په کچه د طبیعي ځنګلونو ۷۰ سلنه احتواء کوي د افغانستان له ملي شتمنیو څخه ګڼل کیږي چې له بده مرغه له تیرو څو کلونو راهیسې د هیواد د ملي شتمنیو د غاصبینو او زورواکانو لخوا ډیر په بي دردي سره وهل کیږي او په ناقانونه ډول له هیواد نه بهر ته قاچاق کیږي.

دا ځنګلونه چې د نښترو او نورو بیلابیلو طبیعي ونو څخه تشکیل شوی د هیواد د یوې ملي سرمايي په توګه د طبیعت په ښکلا او د هیواد د اب وهوا په سموالي کې ځانګړی رول لري.

خو د هیواد له وروستیو ناخوالو څخه د کونړ او د هیواد نور طبیعي ځنګلونه هم سالم نه دی پاتي او له تیرو څو کلونو په تیره له امریکايي اشغال راهیسې د هغوی د وهلو او له منځه وړلو هڅې هم ډیرې ګړندۍ شوې دي.

د کونړ ځنګلونو د تحفظ او خوندیتوب په اړه د طالبانو وروستی اقدام ډیر قابل تقدیر اقدام دی او باید په هغه کې د کونړ پر ځنګلونو سربیره د هیواد د ټولو طبیعي زیرمو او ملي شتمنیو تحفظ شامل شي.

افغانستان د طبیعي زیرمو د شتون له وجې د نړۍ په کچه یو بډای هیواد دی او د امریکا د متحدو ایالتونو د جیولوژیکي سروې پر اساس همدا اوس په هیواد کې د دریو تریلیونو (دری زره میلیارده) ډالرو په ارزښت طبیعي زیرمي (کانونه) موجود دی چې هغه هم د کونړ د ځنګلونو په څیرد غاصبینو او زوراکانو لخوا په غیر فني ډول استخراج کیږي او په ډېر ناچیز قیمت د خارجي هیوادونو پر کمپنیو پلورل کیږي.

په هلمند ، هرات ، ننګرهار او لوګر کې د مرمرو کانونه ، په بدخشان کې د لاجوردو ، په پنجشیر کې د زمرودو او نورو قیمتي ډبرو کانونه او همداراز د هیواد په مختلفو ولایتونو کې بیلابیلې طبیعي زیرمې همدا اوس بالفعل د قاچاقبرانو او نړیوالو مافیايي ډلو سره وابسته کړیو لخوا په غیر فني ډول استخراج او له هیواد نه بهر وړل کیږي چې دا په حقیقت کې د ولس له مشترکې ملي سرمايې سره ستر خیانت او ظلم دی .

د هیواد د ځمکني تمامیت ساتنه او د هغه د ملي شتمنیو تحفظ د مسؤلیت او اهمیت له لحاظه یو حیثیت لري ، هرڅوک چې د هیواد د ځمکني تمامیت د دفاع او ساتنې دعویدار وي هغه باید د هیواد د ملي شتمنیو او طبیعي زیرمو تحفظ او خوندیتوب هم د ځان ملي او اخلاقي وجیبه وګڼي او په اړه یې خپله مسؤلیت تر سره کړي.