افغانستان

په روزګان کې ښځینه پولیسه په مرموز ډول وژل شوې

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، مرغومې ۱۵، ۱۳۹۵ل): د روزګان ولایت په مرکز ترینکوټ کې د ښځینه پولیسي جسد موندل شوی دی.

د روزګان چارواکي وايي چې دغه پولیسه «مروا» نومېده، ډېر وخت یې د روزګان په امنیه قومندانۍ کې کار کړی او زیاتوي چې تر مرګ یوه ورځ مخکې یې د خپل میړه څخه د طلاق غوښتنه کړې وه.

د روزګان ولایت مرستیال عبدالواحد پټان رسنیو ته ویلي چې ددې ښځي جسد نن د ترینکوټ ښاړ اړوند د خیرو کاریز په سیمه کې د سړک پر غاړه موندل شوی دی.

نوموړي وویل چې یادي ښځي تېره ورځ ولایت ته رجوع کړې وه تر څو له خپل میړه څخه طلاق شي، خو نن یې جسد موندل شوی دی.

نوموړي وویل چې پولیسو یې په اړه پلټني پیل کړي دی خو تر اوسه یې پر چا تور نه دی لګولی.

بل لوري ته د ښځو د چارو رئیسي رڼا سمیع رسنیو ته ویلي چې د «مروا» په نامه دغه ښځینه پولیسي له څو کلونو راهیسي د روزګان ولایت په امنیه قومندانۍ کې دنده تر سره کوله.

رڼا زیاته کړه چې دغه ښځینه پولیسه تېره ورځ وژل شوې ده او نن یې جسد موندل شوی دی.

د روزګان په امنیه قومندانۍ کې یوې بلي پولیسي وویل چې وژل شوې مروا څلور کاله په امنیه قومندانۍ کې کار وکړ خو له تېرو څلور میاشتو راهیسي یې دنده خوشي کړې وه.

هغې زیاته کړې چې د خپل میړه سره یې ستونزي لرلې، د هغه څخه د طلاق اخیستلو په لټه کې وه خو نه پوهیږي چې چا به اوس وژلې وي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x