شعـــــرونه

غزل/ زکریا حقاني

زکریا حقاني

بې شـماره خلک دي چـې یو بل ته جانان ووایي
هــسې دوکه ده چې په خوله درته قربان ووایي

په اوسنـي عـصر کې صـدق کامِل نه دی پـــاتې
هـسـې خبـــرې بـــه د مـینـي په زبـــــان ووایي

پالل یې ګـران دي مجـازي منزل ته نـه رســیږي
میـنه هـغـه ده چې له زړه نه درته ګـران ووایي

دلـیل یې مـه نیسه چې ژبـه یې خـوږه چـلیږي
چـې مـحـبت اظـهار په تشه خوله اسـان ووایي

خپلو سینو کې یې سمبال کړی زړونه مه ورکوی
چـې تکـبر غـرور پـیـدا کړي ځان ته ځان ووایي

نن صبا میني عارضي شوې چې یې قدر کم شو
کني دا واړه هـــــوښیاران دې په ایـــمان ووایي

زکریا راشـه ترینه وپوښــته د ژونــــــد خاطـرې
دغه احوال بـــه درته اوښکې او ګـریوان ووایي

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x