شعـــــرونه

د استاد دعا/ عبدالمالک همت

عبدالمالک همت

یو استاد وو پر شاګرد ډېر مهربان

استاد هم وو پر شاګرد باندي ډېر ګران

دې استاد ویل شاګرد ته هر ګړی

ای شاګرده! پاک الله دي کړه سړی

یوه ورځ دې شاګرد دا چورت وواهه

چي ددې ساده وینا معنا ده څه ؟

دغه ټوله انسانان خو دي سړي

دا نو څه دعا ده چي ما ته یې کوې

نو یې وکړله پوښتنه له استاده

هغه وویل چي دا ډېره ښه دعا ده

نن زمان سړي لږ سوی دي بیخي

په سوونو کي ایله چي دوه، درې وي

په سبب د ډېرو بدو عملو

د حرامو او د بدو معاملو

ګرځېدلي دوی رقم ، رقم څاروي

خو په دې څیرو یې لږ خلک ویني

که یې نه منې راځه زې درښیم

تا په دې خبره اوس قانع کوم

نو د ښار منځ ته یې وروستی شاګرد

چي وګړي ډېر اخته دی هلته ګرد

استاد وښووی شاګرد ته کرامت

ورڅرګند یې ګړد دوی اصلي صورت

شاګرد ګوري چي په ښار کي خره او سپي

څوک ولاړ دی څوک اخته دی، څوک رهي

يو سړی پکښي پیدا نه کی دې ځوان

دې عجیبې معما ته سو حیران

نو یې ومنل چي زما استاد رښتیا

کوي ماته بې له شکه ښه دعا

ای ”همته“ تا دي هم خدای کړي سړی

نه چي ستا ښار داسي نه وي دا ګړی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x