شعـــــرونه

نظم/ عرفان الله عرفاني

عرفان الله عرفاني

غلی غلی مُسکی راغی

زما څنګ کې غلی کېناست

زړه یې ډک وو له ژړا نه

ژړغونی یې آواز وو

په کرار کرار یې او ویل

زړه مې نه کېږي لتا نه

جدایي ده ډېره سخته

خو بس نن درنه بېلیږم

ستا بېلتون به مې رنځور کړي

بخشش غواړمه لتانه

غاړه راکړه روانېږم

بس په دې کې په ژړا شو

ښې سلګۍ یې او وهلې

زما زړه هم ډېر نازک وو

ما هم ډېرې اوښکې توی کړې

زړه مې مات شو زړه مې مات شو

لا اوس هم ورپسې مات دی

لا د غم ټال کې ځنګېږم

لا یې غم زما مېلمه دی

ړنګه بنګه مې د زړه اوس

ها د خیال خیالي حجره ده

د فراق په جزیرو کې

د دردو خېمې ولاړې

د خوښیو کيسې لاړې

اوس یې هم لارې څارمه

اوس مې هم په زړه ورېږي

خدای خبر اوس به وي چېرته

چې ژوندی که به شهید وي

لا تر اوسه نادرک دی

له مودو را ځینې ورک

اوس سخت زړی نه دی

(عرفاني) په زړه نازک دی

څوک به د چا په څنګ کې ناست وي

څوک به د چـا لارې څاري چې رابـه شـینه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x