نظــر

د یرغلګرو له برکته – اوله برخه

یوه ملګري کیسه راته کوله چې په کابل کې په یوه ټیکسي کې ناست وم، دوو ځوانانو خپل منځ کې خبري کولې چې امریکا به وس ټولو غواګیو(سراچو) ته اور اچوي، په بدل کې به یې داسي ګاډي راولي چې د هرسیټ شاته به کمپیوټر او انټرنېټ لګېدلی وي، دا بل ځوان ورته وویل چې ددې لپاره خو ښه سړکونه پکاردي، ملګري یې په ځواب کې ورته وویل چې سرکونه خو به د غالیو په شان ښایسته جوړوي. د صحت عامې یوه لوړپوړي منصب دار به دا خبره ډېره تکراروله چې افغانستان ته به دومره ډالر راشي چې افغانان څه چې خارجیان به یې د ټولولو لپاره راځي.

همدارنګه ډېر خلګ خوشاله وو چې وطن به جوړ او آباد شي، خوشالي آرامي او سوکالي به شي، سړکونه، ګاس او برېشنا به وي، کارخانې او پانګوني به وي، ځوانان به ټول په کار وي، مکتبونه، پوهنتونونه او علمي مراکز به فعاله وي. ځکه چې د نړۍ تر ټولو پرمختللي هیواد په افغانستان خپلي منګولو ښخولو ته تیاری نیولی دی. یرغلګر راغلل هرڅه چې یې زړه غوښتل ویې کړل، ډېر وخت تېر شو خو په ځای د دې چې مشکلات حل شي نوره هم خبره ورځ په ورځ د ورانېدو خواته راونه ښکاري، آن تردې چې ۱۳ کاله تېر شول او د یرغلګرو د دائمي پاته کېدو لپاره هلي ځلي لا هم رواني دي. خو پوښتنه دا ده چې ایا د دومره وخت په تېرېدو سره افغانستان او افغانانو څه لاس ته راوړول؟ ایا کومو هدفونو ته چې خلګ خوشاله وو، څه یې ترلاسه کړل؟

د دې پوښتنو ځواب موندلو لپاره یوې وږدې څېړني ته اړتیا ده، چې پکي ۱۳کلنی لاس ته راوړني له بېلا بېلو اړخونو و څېړل شي، خو پېل له اداري فساد نه کوو.

اداري فساد یوله هغو ناخوالو دي چي ټوله نړۍ په یوه اتفاق ترېنه کرکه کوي،د هر هیواد د وګړو د تللو لپاره اداري فساد ډېره ښه او معیاري تله ده. په افغانستان کې له بده مرغه د وخت په تیرېدو سره ددې په ځای چې اداري فساد تر کنترول لاندي ونیول شي او د ډیریدو مخه یې ډب شي، لاهم هرې برخې ته سرایت کړی دي. د Transparency International Corruption Perception Index له مخي په کال ۲۰۰۵ کې افغانستان په ۱۵۹ هیوادونو کې په ۱۱۷ نومره وو، په ۲۰۰۷م کې په ۱۸۰ هیوادونو کې په ۱۷۲ نومره وو یعني په اداري فساد کې د نړۍ په کچه په اتم نمبر قرار درلود. په ۲۰۰۸م کال کې په نړۍ کې پنځم نومره وو، خو خبره هله نوره هم ورانه شوه کله چي افغانستان په ۲۰۱۰م کال کې په اداري فساد کې په ټوله نړۍ کي دوهم مقام خپل کړ او آن په ۲۰۱۳م کال کې خو لا په لومړۍ نومره شو. داداري فساد شته والی یوه ناروغي ده خود هغه ډېروالی او تکثر ډیره د خواشینۍ وړ خبره ده.

دUSAID Afghanistan د یوه راپور له مخې اداري فساد نه یوازي دشخصي کاروبارمخه نیسي بلکې دخارجي پانګوني او تعلیم په پرمختګ کې خورا لوی خنډ دی. له دې سره سره اداري فساد د آرامي اوانصاف راوستلو مخه نیسي، ځکه چې په افغانستان کې ترټولو زیات اداري فساد په پولیس او قضا کې دي، همدا دوه خنډونه دي چي پانګه اچونه لا په شا تمبوي.

راپور زیاتوي چي په کال کي یو ځل ۲۵٪ افغانان پولیس ته او۱۸٪ افغانان قضا ته رشوت ورکوي. په ټولیزه توګه هردوهم کس په افغانستان کي حکومتي چارواکو ته رشوت ورکوي.

ډېر د تاسف ځای دی چې په پوره څوارلس کاله کې د نړۍ پرمختللي هیوادونو پدې و نه توانېده چې د اداري فساد ریښې وکاږي، رېشې کاږل څه چې په کمېدو يې هم و نه توانېدو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x