نظــر

په افغانستان د ژورنالستانو ژوند، کاري خنډونه او حل لاري

 عزت الله اریال

رسنۍ چي دیوه هیواد دنورو دریو قوو ترڅنګ، دڅلورمي قوي په څیر دنده مخته وړي او د د درو واړو قوو دڅار ترڅنګ د یوه هیواد د دولت او ملت ترمنځ د اتصال مهمه هسته هم بلل کیږي،ځکه نو چي په هر اندازه يي فعالیت زیات او ازاد وي په هم هغه اندازه به د درو واړو قوو څار او اړیکي په خپلو منځو کي قوي وي، نو اوس هغه کسان چي ددغي څلورمي قوي یعنۍ رسنیو په عملي ډګر کي قرار لري ژورنالستان بلل کیږي، خو بد بختانه په دي ورستیو کي په افغانستان کي د ددغه مقدس مسلک کارمندان لا بیلا بیلو ستونزو او کواښوونو سره مخ دي زه غواړم په دي مقاله کي په لنډ ډول د همدي کسانو (خبریالانویاهم ژورنالستانو) د کاري ژوند ، خنډونو او حل لارو باندي و رڼا واچوم او تر څنګ يي په پای کي ددوۍ دستونزو کمیدو لپاره ځني حل لاري هم وړاندیز کړم ترڅو ټولني ددغه مهم قشر ژوند او ستونزوته پاملرنه وسي.

دلته افغانستان کي دطالبانو د رژيم له ړنګېدونه وروسته د رسنيو او دخبر رسولو په برخه کي یو نوي انقلاب راغلی، داسي انقلاب چي دافغانستان په مخکنیو کي داسي وخت او دبیان ازادۍ دوره نه ده تیره سوي ،او نه هم په داسي لوړه سطحه رسنیو او خبریالانو ته دبیان ازادي ورکول سوي.

دحامد کرزي دواکمنۍ پرمحال رسنیو ته پوره ازادي ورکول سوه ، په بیلا بیلو لنډمهاله او اوږد مهاله کورسونو کي ځوانان په همدي مسلک کي دښه کار کولو لپاره وروزل سوه ،دژورنالیزم پوهنځۍ فعاله سوه، په هیواد کي په بیلا بیلو بڼو لسګونو رسنیو فعالیت پیل کړ ،لنډه به ووایو چي د ژورنالیزم مسلک ته یو نوی رنګ ورکول سو.

دغه دوره دحامد کرزي د دوري سره لږ وخت وروسته پیلیږي چي رسنيو او خبریالانو ته بشپړ ازادي ورکول کیږي او دولت د رسنیو لپاره نوي قوانین وضح کوي او همدارنګه دولت دخبریالانو سره دمرستي او معلوماتو ورکوني وعدي کوي ،ه د ژورنالستانو اتحادیي او دساتني ټولني رامنځ ته کیږي، دخبرونو په پوښښ کي د ژورنالستانو کاري صاحه پراخیږي او دخلګو باور هم پر رسنیو او خبریالانو ډیریږي.

د ۲۰۰۲ کال څخه تر ۲۰۰۴ کاله پوري دژورنالستانو ژوند تقریبا خوندي او د تاوتریخوالي پیښي لږ دي، خو بد بختانه چي د ۲۰۰۵ کال څخه دژورنالستانو ژوند ورځ تر بلي دتاوتریخوالی پر طرف ځي چي لاندی ګراپ يي واضح ښيي

دمعلوماتو له مخي په ګراپ کي ښودل کیږي چي د ۲۰۰۵ کال څخه وروسته دژورنالستانو په وړاندي خنډونه او تاوتریخوالی زیاتیږي په دغه ګراپ کي ۲۰۱۴ کال چي نه یواځي دخبریالانو بلکی ټولو افغانانو لپاره دستونزو او تحدیدونو ډک کال وه خو تر دي کال لاهم بدتره کال دژورنالستانو لپاره ۲۰۱۶ کال دي چي ددغه کال په جریان کي د خبریالانو پروړاندې دتاوتریخوالي ۴۱۵ پېښې ثبتې کړې دي او ۱۴ تنه خبریالان په ۲۰۱۶ کال کي وژل سوي چې شمېر یې په تېرو اتو کلونو کې د خبریالانو پروړاندې د شوو نژدې ټولو تاوتریخوالو سره برابر دی په ۲۰۱۶ کال کي تر ټولو خونړی برید پر خبریالانو د جنورۍ په ۲۰ مه د طلوع تلویزون د کارکونکو پر موټر دوسله والو طالبانو یو ځان وژونکی برید وه چي د دغه تلویزون ۷ تنه کارکونکي ووژل سول او ۲۰ تنه نور زخمیان سول .

مخکي له دي چي د تاوتریخوالي دزیاتوالی لاملونه روښانه کړم یو ځل هم بل ګراپ وینو ترڅو دژورنالستانو دخنډونو څخه لا ښه واضح پوه سو.

دغه ګراف راته ښه يي چي په دغه ۱۶ کلنه دوره کي دژورنالستانو په وړاندي څومره دتاوترخوالي، وژني، او نور بیلابیل تحدیدونه رامنځ ته سوي.

دغه ګراپ چي د روان کال ترنیمايي دنی یاهم دازادو رسنیو دملاتړ اداري لخوا اماده سوی له مخي يي وینو چي ۶۹۳ دتاوتریخوالي پښي دنارینه ژورنالستانو او ۴۴ دښځینه ژورنالستانو دتاوتریخوالي پیښي ثبت سوي .

لومړۍ کرښه کي ښودل کیږي چي په ۱۶ کلنه دوره کي د نارینه ژورنالستانو په وړاندی ۹۶ د سپکاوي پیښي واو دښځینه ژورنالستانو په وړاندي ۱۵ دسپکاوي پیښي ثبت سوي.

همدارنګه په ۱۶ کلنه دوره کی ۱۴۰ د وهلو پیښي ثبت سوي،۶۳ دنیولو پیښي چي یوه يي دښځینه په وړاندي ده.

همدرانګه ۳۳ دوژنو چي ۸ يي ښځینه ۲۲ دتښتونو چي دوي يي ښځینه او ۲۴ دټپي کیدو پیښي ثبت سوي.

خو په مجوع کي تر دا مهاله په افغانستان کي د ۱۶ کالو په جریان کي ۷۴۲ پیښي ثبت سوي چي ددغه پیښو څخه ترټولو ډیري يي په مرکز کابل کي سوي چي ۳۱۱ پیښي دي تر کابل وروسته زابل دویم ،ډایکنډي دریم او لوګر بیا څلورم ولایت دی چې له خبریالانو سره د تاوتریخوالي ډیرې پېښې په کښي رامنځ ته سوې، او همدارنګه په کلونو کي ترټولو ډیري يي د ۲۰۱۶ کال پیښي دي.

په دغه پیښو کي ترټول ډیر دطلوع تلویزون خبریالان دتاوترخوالي سره مخ سوي چي ۴۷ دي تر هغه وروسته په ترتیب سره اریانا تلویزون ۳۲ ،یک تلویزون ۱۵، پژواک اژانس ۱۵ ثبت سوي.

د خبریالانو په وړاندي تاوتریخوالی ولي؟

دخبریالانو په وړاندي دتاوتریخوالي زیاتیدل واقعا دټولو خبریالانو او دخبریالانو دټولنو لپاره زړه خوږونکي موضوع ده ، د راپورونو له مخې دا مهال لږ تر لږه ۱۰زره خبریالان په ۷۵ ټلوېزیوني چینلونو، شاوخوا ۲۰۰ راډیو ګانو او سلګونو چاپي رسنیو کې په کار بوخت دي چې ډېر ځله ‌‌یې په وړاندې د تاوتریخوالي راپورونه په داسي حال کي خپرېږي چي په تیرو شپاړل کلونو کې حکومت تل شعارونه ورکړي دي چې له رسنیو او خبریالانو څخه به ملاتړ وکړي ولې په عمل کې نه یواځي دغه شعارونه نه دي تطبیق سوي بلکی لاهم ورځ تر بلي حالت خرابیږي تیر کلونه کي خبریالان له ګڼو ستونزو سره مخ سوي دي، وژل کېدل، په مرګ ګواښل، د دندو د پرېښودو ګواښ، ځورونې او وهل ډبول د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي تر ټولو ډیر موارد دي لسګونه خبریالان وژل شوي او سلګونه نور وهل شوي او ګواښل شوي دي خو د هغې عاملین نه دي تعقیب سوي. وروستي راپورنه ښه يي چي دخبریالانو په وړاندي دتاوترخوال د پېښو ۳۹ سلنه پړه د حکومت پر غاړه اچول سوي په داسې حال کې چې طالبان د دې پېښو په ترسره کولو کې ۳۰ سلنه پړ بلل سوي دي او پاته برخه تاوتریوخوالي دزورواکانو ،لاریون کونکو،نامعلومو وسله والو او درسنیو دچارواکو لخوا ترسره سوی .

کال په کال دتاوتریخوالي زیاتوال هغه څه دي چي راتلونکي به نه یواځي دخبرلانو بلکي په مجوع کي درسنۍ پر ډګر ډیره بدي اغیزي ولري نو اړ یو چي دخبریالانو په ستونزو ،کاري خنډونو ځان خبر کړو او په ګډه سره مناسبي حل لاري ورته ولټوو.

دخیریالانو په وړاندي دتاوتریخوالي لاملونه او کاري خنډونه:

دخبریالانو په وړاندي تاوتریخوال او خنډونه عموما پر دوو برخو ویشل کیږي،یو هغه يي دنارینه ژورنالستانو او بل يي دښځینه ژورنالستانو په وړاندي خنډونه او تاوتریخوالی دي چي تر ډیره ځایه یو خو په ځني برخو کي سره توپیر لري،زه غواړم د دواړو ډلو ستونزي او خنډونه ګډ او شماره وار واضح کړم.

اطلاعاتو ته نه لاسرسی: دا دخبریالانو دکار کولو پر محال تر ټولو غټه ستونزه ده ځکه د کره او ژر معلوماتو تر لاسه کول دخبریال لپاره ترټولو مهمه موضوع ده خو بد بختانه د افغان دولت دګنو وعدو سره سره لاهم د خبریالانو د معلوماتو دنه لارسي ستونزی نه دي حل سوي، زیات وخت خبریالانو ته دقیق او یو لاس معلومات په لاس نه ورځي او یاهم قصدا نه ورکول کیږي، دمعلوماتو لاس ته راوړلو لپاره بیلا بیل محدودیتونه ورته وضع کیږي ، خبریال دسختو ستونزو سره مخ کیږي،ځکه نو معلوماتو ته نه لاسرسي دخبریالانو لپاره یو دلویو کاري خنډونو څخه شمیره کیږي دا په داسې حال کې چې د بې پولې خبریالانو د وروستي راپور پر اساس افغانستان د بیان د ازادي په برخه کې د ۱۸۰ هېوادونو په ډله کې ۱۲۰ ځای لري.

امنیتي ستونزي: امنیتي ستونزي چي په زیاتو برخو کي یو ګواښ او خنډ ګرځیدلی دخبریالانو په برخه کي هم دلویو کاري خنډونه څخه شمیرل کیږي ، زیات وخت خبریالان د امنیت نشتون له امله ځینو سیمو ته سفر نه سي کوالای او که سفر هم وکړي دځان د خونديتوب او مصؤنيت په برخه کي يي هیڅ زمانت شتونه نه لري،چي ښه مثال يي په دي ورستیو کي په هلمند ولایت کي دنعمت الله زهیر شهادت یادوالای سو،چي دماین له امله يي خپل ژوند دلاسه ورکړ.

دسوو څیړنو پر اساس هلمند، اروزګان، ننګرهار، کندوزاوبغلان بیا هغه ولایتونه دي، چې مراکز یې په زیاته پیمانه د حملو اووسله والو مخالفینو دګواښ لاندې دی اوخبریالان یې نسي کولای په آزاده توګه له یوې سیمې نه بلې ته په ډاډه زړه تګ راتګ اوخپل فعالیت وکړی او یايي هم کاري ساحه فقط تر ښاره محدوده ده.

ددغو ولایتونو ترڅنګ زابل،غزنی،لوګر، پکتیکا، غور، بادغیس،لغمان، کنړ، نورستان، کاپیسا اوبدخشان په دویمه درجه کې هغه ولایتونه دي چې ولسوالیوته یې دخبریالانو تګ له خطرونوخالی ندی.

سرپل، پکتیکا، پکتیا، غزني، خوست، میدان وردګ، دایکندی، غور، بادغیس، کاپیسا، زابل او سمنګان هغه ولایتونه دي، چې معلوماتو ته لاسرسي په کښې خورا ګران دی. ادارې ویندویان او مطبوعاتی مسئولین نه لری او یاهم پرخپل کار بشپړ واکمن نه دي.

د بیان ازادی په وړاندي خنډونه: که څه هم په دي ورستیو کي دبیان ازادۍ شعاورنه ورکول کیږي خو په حقیقت کی دبیان ازادۍ شتون نه لري ځکه دهیواد په هره سیمه کي زور واکي شتون لري او یاهم دولتي چارواکي دخبریالانو په وړاندي دزورواکانو په څیر چلندونه څخه کار اخلي خبریالان نه پریښودل کیږي چي دفساد،غلا،دمځکوغصب او یاهم نورو مسایلو کي هرڅه واضح ووايې او که ځني وخت حقیقت راڅرګندوي نو خبریالانو کواښل کیږي او یاهم دتاوتریخوالي ښکار کیږي.

دخپلو حقونو څخه دخبریالانو نه خبرتیا او محرومیت : لاهم زیات خبریالان دخپلو ورکړل سوو حقونو څخه ناخبره پاته دي او که خبر سوي هم دي خو دخپل حق غوښتنه يي نه ده کړي .دخبریالانو حقونو نه یواځي د زورواکانو ،دولتي چارواکو او وسله والو لخوا تر پښو لاندي کیږي بلکي خپله درسنیو زیاتو مسولینو دخبریالانو حقونه ترپښو لاندي کړي وي.

د حکومت او وسله محدودیتونه اخطارونه ورکول: داچي په افغانستان کي په سیاسي برخه کي یو تبلیغاتي جنګ روان دی،او هر لوری هڅه کوي چي رسنۍ او خبریالان په خپله ګټه وکاروي ځکه نو که چیري خبریالان یو داسي خبر خپروي چي په هغه کي دیو طرف زیان وي نو خبریالان دبیلابیلو کواښونو،تحدیدونو او ستونزو سره مخ کیږي،او یاهم لا دلویه سره ورته ډیر محدویتونه ایښودل سوي وي.

په دغه محدویتونو کي د پوښښ محدودیت هم راځي ځکه ټولې هغه سیمې چې داعش نفوذ ساحې ګڼل کیږی په اوله درجه دخبریالانو او رسنیو له پوښښ څخه لرې پاته دي او په دویمه درجه کې هغه چې، طالبان پکښي پر واک دي.

چي دغه محدویتونه یواځي د یوي ډلي نه بلکي هري ډلي دخپل شخصي ګټو دخوندیتوب لپاره محدویتونه وضح کړي،چي دغه کار زیات وخت خبریالان دمعلوماتو دلاسرسي یا بشپړ بیان ازادۍ څخه راګرځوي.

د سرچینو کمښت: دسرچینو کمښت هم دخبریالانو په وړاندي ځکه دلویو ستونزو او کاري خنډونو څخه بلل کیږي چي خبریالان فقط دنورو نظرونه او حقایق ترخلګو رسوي، او تل هڅه کوي یو موضوع ښه وپلټي او ښه تحقیق تر لاسه کړي خو سرچیني هغه که رسمي وي او که غیري رسمي په اسانۍ سره نه حاضریږي،او یاهم محدودي سرچیني وي چي دسرچینو دنه حاضریدو دلیل درسنیو سره دهمکارۍ کولو نه لیوالیتا او یاهم په ځني وختونو کي بیره وي.

د ښځینه خبریالانو لپاره محیطي او ټولنیز شرایطو نشتون: ښځینه خبریالان چي په نزدي څو کلونو کي يي فعالیت راڅرګند سوی،او دکار کولو لپاره ورته دنارینه په نسبت په محیط کي ډیر خنډونه او ستونزي سته چي په اسانۍ سره به يي دمنځه وړل ستونزمن کار وي. هغه لکه امنیتي،ټولنیزي،اقتصادي، فرهنګي،او محیطي ستونزي چي دنارینه په نسبت دښځو په وړاندي زیاتي دي.

د ښځینه خبریالانو په وړاندي ستونزي نه یواځي افغانستان بلکي دنړۍ په اکثره هیوادونو کي شتون لري چي دغه ستونزو ښځینه خبریالان په وړاندي دتاوتریخوالي زیاتیدو او د خبریالۍ ډګر کي دکار کولو څخه ښځینه خبریالان لپاره خنډ ګرځيدلی.

د خلګو او ټولني د بی باورۍ زیاتوالی پرخبریالانو: خبریال چي د ټولني دطبقو ترمنځ دمنځ ګړیتوب مهمه دنده مخته وړي نو دخلګو باور درلودل ورباندي ډیر مهم دي ترڅو رپوټونه يي پرخلګو تاثیر وکړی خو دخبریالۍ په مسلک کي دځني بي تجربه کسانو او یاهم غیري مسلکي کسانو داخلیدلو دي ته زمینه برابره کړه ترڅو پرخبریالانو دخلګو باور او اعتماد دپخوا په نسبت کم سي .

د دولت لخوا دخبریالانو دپیښو نه څیړنه او نه حمایت: دخبریالانو دپیښو په راپور کي مو ولوستل چي په تیرو شپاړس کلونو کي ورځ تر بلي دخبریالانو په وړاندي پیښي زیاتیږي ولی؟

د ولي په دلیلونه کی یو هم همدا دلیدل دي چي دخبریالانو په وړاندي تاوتریخوالي کونکي مجرمین نه مجازات او دقضیو نه څیړل دی چي په دي برخه کي ټول د انقاد ګوته دولت نه نیولی کیږي.

د هغو معلوماتو له مخې چې درسنیو او خبریالانو دملاتړ بنسټونو د هېواد له څلوردیرش ولایتونو را ټول کړي، ښيي چې، دپیښو اوتاوتریخوالي لومړی درجه مسئول اوعاملین افغان امنیتي ځواکونه، په دویمه درجه کې نامعلوم وسله وال کسان اوپه دریمه درجه کې وسله وال طالبان دي.

افغان امنیتی ځواکونو ددې ترڅنګ چې خپله یې د ولسمشرلارښونو سره سم د خبریالانوخوندی کارپرمهال لازمې اسانتیاوې او تدابیرپه پام کې ندی نیولی بلکه ددوی له بې غوری له کبله غیرمسؤول وسله وال او زورور هم توانیدلی خبریالان ووهی اویا ددوی پروړاندې تاوتریوالی ترسره کړی.

طالبانوپه یو شمېر ولایتونو کې خبریالان ګواښلي چې باید دندې پریږدي. دغه راز طالبانو په ډیرو هغو سیمو کې چې، ددوی نفوذ ساحې ګڼل کیږی، خبریالانو کار پر وړاندې خنډونه جوړ کړي.

ولایتي مسوولین په ځانګړي ډول والیان څلورمه کټګوری ده چې، د خبریالانو پر وړاندې یې تاوتریخوالي ته لمن وهلې یایې معلوماتو ته لاس رسی محدود کړی.

د رسنیوضعیف او کمرنګه حضور: پکتیکا، فراه، نیمروز، بادغیس، غور، سرپل، زابل، ارزګان، بدخشان، نورستان، سمنګان، میدان وردګ، بامیان او دایکندی هغه ولایتونه دی چې پرله پسې پکښی د رسنیو حضوراوپوښښ پروسه په نشت حساب ده او ډیرې معتبری رسنی په دغو ولایتونو کې خبریال نه لری. چې یوشمیر دغه ولایتونه همسایه هیوادونو سره اوږد سرحد لری اود هیواد ثبات او امنیت له نظره ځانګړی ارزښت لری.

د رسنیو نشتون او یاهم کمزوري حالت خپله دخبریالانو او خبري پوښښ په وړاندي لوی خنډ دي،ځکه چیري چی رسنۍ کمي وي هلته دخبریالانو دخوندیتوب او ملاتړ کمیټو فعالیتونه هم کم شتون لري نو په پایله کي دهغه سیمي خبریالان دبیلا بیلو تحدیونو او ستونزو سره مخ کیږي.

د رسنیو لخوا د خبریالانو ناسم استعمال: دغه ستونزه دخبریالانو په وړاندي واقعا یو دلویو ستونزو څخه ده چي زیاته خپله رسنۍ ته راجع کیږي په هیواد کي به دګوتوپه شمیر رسنۍ وي چي خپل خبریالانو ته يي بشپړ حقونه ورکړي وي او دمعیار سره سم يي خپل خبریال ته ټول امکانات برابر کړي وي.

په دغه ناسم استعمال کي نارینه او ښخینه خبریالان دواړه راځي چي دیوي رسنۍ لخوا دخبریال حقونه تر پښو لاندي کیږي او یادخبریال دکار،قوي او استعداد څخه تر غلطه او یاهم تر حد زیاته استفاده کوي.

زیاتي رسنۍ چي فقط يي هدف تجارت وي نه یواځي دخبریالانو مادي حقوق او دندي پکښي خوندي نه وي بلکي زیات خبریالانو ژوند دخپلي رسنۍ دنه ملاتړ له امله په خطر کي لویدلي دی.

څه کول پکار دي چي دخبریالانو په وړاندي ستونزي راکمي کړو؟

که دولت اوخبریالانو دملاتړ ټولني رشتیاهم غواړي چي دخبریالانو په وړاندي ستونزي،محدودیتونه او تاوتریخوالی راکم کړي نو اړ دي چي په ګډه سره په دي برخه کي په صداقت کار وکړي او ترڅنګ دغه څو نقطو ته جدي پاملرنه وکړي.

لومړي باید دولت دخبریالانو دساتني او تاوتریخوالي کمیدو لپاره په حقیقت کي کار وکړي نه یواځي تشي وعدي ،دولت باید دخبریالانو دساتني دبرخي قوانین بشپړ حاکم کړي او دخبریالانو په وړاندي مجرمینو ته سخته سزا ورکړي هغه که هرڅوک وي، تر څو نور ډلي لا دخبریالانو په وړاندي دتاوتریخوالي لاس واخلي.

همدرانګه داطلاعاتو دلاسرسي لپاره باید ځانکړي داسانتیاوي رامنځ ته سي د دولتي ادارو ویاندویان ډیر سي او همدرانګه ټولي اداري دعامه اړیکو برخي کارمندان وګوماري اوهمدرانګه دمعلوماتو داسانه لاسرسي لپاره باید ځانکړي قوانین رامنځ ته او پلي کړل سي.

درسنیو او دخیریالانو دخونديتوب لپاره باید قوانین رامنځته سي دخبریالانو دامینت شورا فعالیت په حقیقي ډول په ټولنه کي راڅرګند سي نه یواځی چی دا شورا یو سمبول پاته سي.

همدرانګه که چیري په هیواد کي دمسلکی خبریالانو ډیرښت ته ځانکړي پاملرنه وسي او په بیلا بیلو برخو کي خبریالان مسلکي سي دابه هم دخبریالان په وړاندي تاوترخوالی راکم کړي. او ددي ترڅنګ خبریالانو دساتني په برخه کي په نړیواله سطحه موافقي د بیلابیلو اړخونو سره وسي ترڅو دخبریالانو په وړاندي کواښونو او تحدیدونه راکم کړل سي.

دولت لکه څنګه چي دبیان ازادۍ وعدي کوي همداسي خپلي ژمني عملي کړي اوخبریالانو ته دبیان ازادۍ پشپړ زمینه برابره کړي.

دخبریالانو لپاره داقتصادي ملاتړ او بیمي اداري رامنځ کیدل هم ډیر مهم دي ځکه زیات خبریالانو داقتصادي کمزورتیا او یاهم معاش کموالي له امله رشتوت اخیستلو ته مخه کوي چي دغه کار هم دوخت په تیریدو ورته ډیر ګران تمامیږي او یاهم په عموم کي دخبریالۍ مسلګ ته زیان اړوي،ددي ترڅنګ باید دخبریالانو کاري او اداري حقونه خوندي سي ځکه زیاتي رسنۍ خپله دخبریالانو دغه حقونه تر پښو لاندي کوي.

درسنیو او خبریالانو دڅار او ملاتړ اداري باید په هر ولایت کي فعاله او پوره فعالیت وکړي ،د خبریالانو سره وخت په وخت په تماس کي وي ، د خبریالانو ستونزو ،غوښتونو او وړاندیزونه ته رسیدګي او پاملرنه وسي.

ددغه اړخونو ترڅنګ ځني نور وړانديزونه هم لرم غواړم په لنډ ډول يي واضح کړم .

دجکړي لومړۍ کرښو ته دخبریالانو نه ورتګ،ځکه هیڅ لوري ددوۍ ژوند ته پاملرنه نه کوی
درسنیو دمسولینو پام لرنه دخبریالانو حقونو او ستونزو ته
دخبریالانو دساتني طرز عمل پلي کول
په جګړیزو حالاتو کې دخبریالانو بې طرفي او دخلکو ملاتړ ددوی د خوندیتوب لپاره ډير اړین بلل کیږي
دخبریالانو دامنیتي کمیسون عملي فعالیت کول او دخبریالانو قضیو څیړل او لاسرسی
دحکومت لخوا دبیان زادۍ،دمعلوماتو دلاسرسي او دخبریالانو دساتني په برخه کي د سوو ژمنو پلې کول
وسله والو طالبانو او نوور وسله والو ډلو سره دخبریالانو دساتني په برخه کي موافقي کول
خپل خبریالانو باید دځان ساتنه وکړي ځکه خبریالان پر نورو خبر جوړوي بلکی خپل ځان خبر نه کرځوي
نا امنه او جنګي سیمو ته نه تلل .ځکه عمومي مشهوره خبره ده چي هیځ خبر دخبریال تر ژوند مهم نه دی
ښځینه خبریالانو لپاره کاري زمیني او محیط برابرول او امکانات ډیرول
او که چیري په بیړنیو حالاتوکې کوم خبریال یا د رسنۍ کارکونکی له ګواښ سره مخ کیږي باید ژر تر ژره دخبریالانو دملاتړ اداري او یاهم داړوند امینتي ارګانونه سره په تماس کي سي ترڅو ستونزه مو غته نسي او که یاهم کوم خبریال ټپي سي نو دخبریالانو دخوندیتوب کمیټې له خوا یې ملاتړ او همکاري کیږي چي دغومرستوکې په هیواد کې دننه اویاهم بهر د درملنې زمینه برابر هم شاملیږي نو خبریالانو باید ددغسي پیښو پرمحال د خبریالانو دخوندیتوب کمیټي او یاهم په لاندي سرچینو کي دیوي سره حتما په تماس کي سي؟
دافغان خبریالانو دخوندیتوب کمیټه
کورشمیره ۲۲۹ سړک، دریم کوڅه، شهرنو کابل

داړیکو شمیره : ۰۷۰۲۵۰۲۰۸۷ بریښنالیک: info@ajsc.af

او یاهم که خبریالان کوالای سي دستونزي پرمحال دازادو رسنیو دملاتړ اداري (NAI) سره په تماس کي سي ترڅو ستونزه يي ژر تر ژره حل سي چي دغه اداره په زیاتو ولایتونو کي خپلي څانګي لري

نتیجه او وروستۍ خبري

لکه سنګه چي د سوو څیړنو پر اساس راته څرګنده سوه چي خبریالان یواځي په افغانستان نه بلکي دنړۍ په سطحه دتاوتریخوالی ښکار دي او لایي هم ورځ تر بلي حالت مخ په خرابیدو روان دی،اوکه جدي پاملرنه ورته ونسي، نو دوخت په تیریدو به يي پایلي ډیري بدي وي.

دخبریالانو په وړاندي ټولو ستونزو ته په کتولو ویلای سو چي د خبریالانو په وړاندي دخنډونو ډیریدو اصلي لاملونه دخبریالانو دقوي ملاتړ او بي طرفۍ نشتون،او دسیاستونو ښکار کیدل دي.

ځکه دولتونه او مخالفي ډلي هر یو اوس په دي هڅه کي دی چي دخپلو وسلو ترڅنګ خبریالان هم دوسلو په توګه وکاروي.

نو پکار ده چي د ژورنالستانو دساتني لپاره په نړیواله سطحه کنفرانسونه، موافقي،او عامه پوهاوی رامنځته سي ،ترڅو خبریالان دسیاستونو او مخالفتونو ښکار نه بلکي یو منځنی بی طرفه ارتباط پاته سي.

په ورستیو کي ټولو هغو ژورنالستانو او خبریالان چي په دي حقه لاره کي خپل ژوند دلاسه ورکړۍ دخدای(ج) د درباره جنت فردوس او کورنیو ته يي دزړه صبر غواړم او دټولو خبریالانو او زما ددي مسلک لارویانو څخه هیله کوم چي خپل تر ورستۍ سلګۍ ددي هیواد لپاره درمل وکرځي، ددي هیواد ناخوالي ،فساد، اوستونزي راپورته کړي ځکه همداموږ یو چي ټولنه دبدبختۍ را ایستلی سو ،او همدارنګه يي زموږ خیانت او بي پرواهي يي دبدبختۍ لوري ته وړلای سی.

نو موږ هغه کسان يو چي فعالیتونو او حرکتونو مو پر یوه پوره ټولنه اغیز کوي، نو تل باید خپل وجدان او فکر ویښ وساتو او هیڅ کله دچا دلاس اله ونه ګرځو، او دپه پوره صداقت خپله دنده سرته ورسوو او ترڅنګ يي دکواښونو او خطرونو څخه د ځان ساتنه هم وکړو.

خبریالان مه ژونئ!

خبریالي پاک او سپڅلي مسلک دی،او خبریالان دمعلوماتو رسولو اتلان دي
په درنښت

عزت الله اریال دکندهار پوهنتون دژورنالیزم پوهنځۍ د دوهم کال محصل

ماخدونه او سرچیني

د افغان خبریالانو دخوندیتوب کمیټه
د ازادۍ راډیو خبري ویپانه
بي بي سي راډیو ویپاڼه
د ډیوه راډیو یا هم دویچولي راپورنه
دخبریالانو دساتني نړیواله ټولنه
ني یا هم دازدو رسنیو دملاتړ اداره
دازادو رسنیو دملاتړ بنسټ دڅارکمیسون د مسول صدیق الله توحیدي سره مرکه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x