شعـــــرونه

غزل/ عبدالله ریحان

 عبدالله ریحان

غوښې دزړه خورمه په چاباندې هیڅ کار نه لرم
نه یی منمه او نه وایمه چې یار نه لرم

غم دې جانانه داسې حال ته رسولی یمه
په لار کې ناست یم خو هیچاته انتظار نه لرم

ستا تګ نه پس په داسې رنځ اوس اخته شوی یم چې
سترګو ته خوب نلرم شپې لره سهار نه لرم

ډیره موده کیږي چې زړه مې له ګوګله ورک دی
ډیره موده کیږي بې زړه یمه قرار نه لرم

خزانه غیږه راته پرانځه نور ستړی یمه
زخمي زخمي ګل دریحان یمه بهار نه لرم

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x