نظــر

ولس کوم ډول دولت غواړي؟

 شریف الله خالد

انسان چې عقل یې سالم او ضمیر یې خپلواک وي همېش د داسې مواردو په هڅه کې وي چې د جسم، کور کلي او هیواد ګټې ورپسې نغښتې وي،هیڅ کله به ضمیر د داسې کړنو اجازه نه ورکوي چې د مال، جان، ناموس، کور، کلي او هیواد ته پکې نقصان پروت وي، همدا راز هیڅکله په داسې ژوند نه وي خوښ چې خوږ وجود یې د مرګ او زخم نه په خطر کې وي، ناموس ته يې په بده کتل کېږي، مال یې زیانمن او ټولنه کې یې د وېرې او ترهې فضاء خپره وي.

له کومې ورځې چې ګران هیواد ته غربي ښکېلاک خپل منحوس وجود راوړي د افغانانو د جسمونو سربېره د هیواد سمه او غر، اساسي زېرمې، قدرتي ښائست، ټولګټې پروژې او هغه خدائي خزانې چې د ګران هیواد تلپاتې ابادي او جوړښت ورسره تړلي دي، د زور واکه چورګرو لخوا یې په داسې حال کې چور او تالان روان دی چې د افغانانو په نوم ځینې افراد یی ملتیا او رهنمائي کوي، خو بیا هم د ګوتو په شمېر څو هیوادوالو یې دفاع شروع کړې ده او له اولې ورځې څخه یې د اشغالګرو شتون د ګران هیواد قدرتي خزانو او د هیوادوالو د مال جان او ناموس لپاره د نقصان سبب ګڼلی دی.

د اشغال له پیل سره هم مهاله داسې ډیرې پېښې د تاریخ پاڼو ثبت کړي چې د یرغلګرو او ملي اردو سرتیرو لخوا د بې وسه او بې دفاع ولس د ښځو او ماشومانو وینې د ویالو په څېر بهېدلې او مالونه یې د اور خوراک شوي دي، خو متأسفانه چې له ډېره وخته په خواله رسنیو کې داسې راپورونه هم نشر کېږي چې د دولتي لوړ پوره چاروکو، اربکیانو او پولیسو له لوري د خلکو ناموسونو ته په سپکه کتل کېږي، د بېلګې په توګه د تخار څخه تښتول شوې جلکۍ درې کاله پس په داسې حال کې پیدا کېږي چې په اجتماعي ډول د جنسي تیريو ښکار او په نشو یې روګدې کړې وي د نورستان چارواکي د ۱۴ جلکیو په تښتونو کې ښکېل وي د ننګرهار چارواکي په یوه شپه د دوه خویندو نکاح غواړي نو خود به د جوزجان ښځي د اربکیانو له ظلمونو څخه د خلاصون لپاره سلاوي پورته کوي او د خپلو سیمو ساتنی لپاره به طالبان غواړي د هیواد اساسي خزانې د چارواکو په قومنده د ساتنې په نوم چور کېږي د کابل په ګڼ مېشته سیمو کې په رڼا ورځ د پوستو له څنګ څخه د موټرو تښتول یو عادي جرم ګڼل کېږي هر کله چې دولت د افغانانو د سر او مال حفاظت نه شي کولی او د هیواد د طبعي خزانو ساتنه په چورګرو کوي او ولس د خپل امنیت لپاره د دولت مخالفین غواړي نو معلومېږي چې مخالفین رښتیا هم د د جوګه دي چې د افغانانو سر او مال وساتي او د داخلي او خارجي چورګرو څخه یې د خزانو حفاظت وکړي په همدې بنیاد که د طالبانو تر واک لاندی ساحې وګورو د خلکو سرونه په حفاظت کې دي مالونو ته یې د غلا او چور په نیت څوک د کتلو جرأت هم نه شي کولی او ناموس ته سپکاوی خو تیري ګرو ته د سر په بیعه تمامېږي، همدا شان د هیواد اساسي زیرمې او قدرتي خزانې د چورګرو له چور څخه په امن دي هغه که د بدخشان لا جورد دي او که د کونړ ځنګلونه کله چې یوه اسلامی ټولنه کې د ښځو عزت خوندي نه وي او مال یې د دولتي غلو له طرفه مباح ګڼل کېږي نو وګړي یې په کومو سترګو ځانونه آزاد او خپلواک بولي او د ازادۍ ورځ په جشنونو لمانځي.

نو راځئ په ګډه داسې نظام راوستلو لپاره لاس په کار شو چې زمونږ سر او مال پکې خوندي وي او د هیواد طبعي خزانې مو د هیواد ابادۍ لپاره وکارول شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالواحداڅګزۍ

محترم خالد صاحب اسلام اعلیکم ته خوډیرښه فکر لری دهغه چاپه نظر چه ستاغوندی باوجدانه وی ستادفکرپه ارمان دۍ ولی ته وینی چه په دغه خاوره کی ډیرداسی بی وجدانه سته چه خپل نفس اوهوا اوشیطان په مخه کړۍ دۍ اوترخپلووطندارویی امریکایان اوروسیان خوښ دی پرآخرت اوسوال اوجواب باورنه لری.خلک دافکر کوی چه اشرفغنی اوحکومت یی خپل واکی دی دوی امریکایانو فقط په سمبولک ډول ودنیاته ښکاره کوی چه هغه دۍ منتخب حکومت لری رایس جمهور یی پښتون او دامریکادپوهنتون فارغلتحصیل دۍ اوپه یورپ اوامریکاکی خلک فکرکوی چه دونی لوړتحصیل یافته حکومت لری واقعاً طالبان ترورستان دی.ولی حقیقت داسی نه… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x