افغانستان

په غزني کې پولیسو د کابل پوهنتون محصل وژلی دی

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، مرغومې ۱۵، ۱۳۹۵ل): د غزني ولایت د قره باغ ولسوالۍ د امنیه قومندان ساتونکو د کابل پوهنتون یو محصل په دې تور وژلی چی پلار یې طالبانو ته ډوډۍ ورکړې ده.

د کابل پوهنتون د انجینرۍ پوهنځۍ محصل چې کور ته په رخصتی راغلی وو، پنځه ورځي وړاندي د پولیسو له لوري نیول شوی وو او تر وهلو لاندي وژل شوی دی.

نن سهار یولس بجې د همدې پيښي په اعتراض کې شاوخوا ۴۰۰ کسان راټول شوي وه او په لاریون یې لاس پوري کړی وو، دغه کسانو د عدالت غوښتنه کول او د ولایت په لور د حرکت په حال کې وه.

د غزني امنیه قومندان امین الله امرخېل ویلي چې دوی ته د پيښي په اړه معلومات رسیدلي او د پلټنو په موخه یې یو هیئت قره باغ ولسوالۍ ته لیږلی دی.

د قره باغ ولسوالۍ د قومي مشرانو سره د غزني والي کتلي او عاملینو ته یې د سزا ورکولو وعده کړې ده.

باید وویل شي چې نن ورځ د اندړو ولسوالۍ د پوهني مدیر «تازه ګل» هم د نامعلومو وسلوالو له لوري ووژل شو.

د سیمي اوسیدونکو ویلي چې نامعلومه کسان چې پر موټر سایکل سپاره وه، پر مدیر تازه ګل یې ډزي وکړې او له سیمي څخه یې پښې سپکي کړې.

پولیس تر اوسه نه دي توانیدلي چې د نوموړي قاتلینو درک ولګوي خو د غزني امنیه قومندان امین الله امیرخېل رسنیو ته ویلي چې دا د طالبانو کار دی، دی به ډېر ژر هغوی ته سزا ورکړي او زیاته کړې: «د پوهني دښمنان هیڅکله نه پرېږدم».

تر اوسه د نوموړي د وژلو مسؤولیت چا په غاړه نه دی اخیستی او نه هم پولیس توانیدلي چې د طالبانو یا بل لوري د ښکېلتیا کره ثبوت وړاندي کړي.

باید وویل شي چې ددې تر مخه د ننګرهار ولایت په خوږیاڼو ولسوالۍ کې سپېشل فورس په شپنۍ چاپه کې د طالبانو له لوري ټاکل شوی د تعلیم او تربیه مدیر «سید محمود» وژلی وو.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد هغه وخت نن ټکی اسیا ته ویلي وه چې سید محمود په خپل سیمه کې د مکتبونو، لیسو او مدرسو کارونه ډېر منظم کړي وه، هغه په هیڅ نوعه نظامي تحرکاتو کې ونډه نه لرله.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x