افغانستان

ارګ: هیڅ چاته د لومړي مرستیال دنده نه ده وړاندیز شوې

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، مرغومې ۱۶، ۱۳۹۵ل): د ګډ حکومت مشر اشرف غني ویاند هارون چخانسوري رسنیو ته ویلي چې د ارګ څخه هیڅ یوه چارواکي هم یوه «شخص یا ګوند» ته د ولسمشر لومړي مرستیال دنده نه ده وړاندیز کړې.

نوموړي دغه څرګندونې د بلخ سرپرست والي عطا محمد نور د هغه مرکې په جواب کې وکړي چې دوه ورځي وړاندي يې بي بي سي ته د نوم یادولو پرته ویلي وه چې ده ته د ارګ ځینو چارواکو د ولسمشر لومړي مرستیال چوکۍ وړاندیز کړې ده چې ده رد کړې ده او ورته ویلي چې «جنرال دوستم که ښه دی او که بدی دی، خو د ولسمشر لومړی مرستیال دی، که د هغه پر ځای څوک راځي، نو باید بیا هم اوزبک وي». عطا نور همدا راز ویلي وه چې «خیرات خور نه دی، په خیرات کې له چا څخه دنده نه غواړي».

د عطا نور څرګندونو په غبرګون کې د ولسمشر لومړي مرستیال جنرال دوستم دفتر هم سخت غبرګون ښودلی او ویلي چې د نوموړي څرګندونو د ترک قوم احساسات متاثر کړي دي.

د جنرال دوستم د دفتر مشر عنایت الله بابر فرهمند د عطا نور د څرګندونو په اړه ویلي چې د لومړي مرستیال پوست د عطا نور تر خولې لویه ګوله ده، هغه یوازي د خپل شخصي ګټو په خاطر سیاست کوي، ځکه خامي خبري ځیني کیږي.

باید وویل شي چې په دې وروستیو کې د ګډ حکومت د جګپوړو چارواکو تر منځ د سیاسي رقابت میدان ګرم شوی دی، د ګډ حکومت کمزوري د دې سبب شوې چې هر لوری په حکومت کې د لوی بدلون په تمه خپل بخت وازمائي.

مزارشریف ته د ولسمشر لومړی سفر، د جنرال دوستم له لوري پر ایشچی باندي د جنسي تیري تورونه، د ولسمشر او عطا نور تر منځ د توافق نامعلومي پریکړي، د جنرال دوستم پر ضد په ملي او بهرني کچه غبرګونونه، کابل ته د جنرال دوستم وسلوال کاروان، د عطا نور له لوري پر اجرائیه رئیس باندي ښکاره انتقاد او د جمعیت ګوند پر مشرتوب او سیاسي ونډه باندي بحثونه په کابل کې ګډ حکومت له یوه متزلزل حالت سره مخ کړی دی، چې له امله یې هر لوری د خپلو پلویانو په منځ کې یو پر بل انتقادونه زیات کړي دي.

څو ورځي وړاندی عطا نور ویلي وه چې له خپلې ۱۳ کلنۍ ولایتي دندې څخه لاس په سر کیږي، ځکه چې د اشرف غني سره یو لړ توافقاتو ته رسیدلی چې پر اساس به یې نوموړی کابل ته انتقالیږي او هلته به د خپلو اهدافو لپاره کار کوي. نوموړي تر اوسه نه ده څرګنده کړې چې هغه کوم توافقات دي، خو ویلي چې د وخت په تیریدو سره به هر څه څرګند شي.

همدا راز نوموړي پر اجرائیه رئیس او د جمعیت ګوند پر مخکښ مشر ډاکټر عبدالله باندي سختي نیوکې کړي او ویلي چې هغه د جمعیت ګوند سمه نمایندګي نه ده کړې، ځکه نو دی غواړي چې خپله را میدان ته شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x