افغانستان

ترکیې په افغانستان کې خپل د ځواکونو ماموریت دوه کاله نور وغځوی

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، مرغومې ۱۶، ۱۳۹۵ل): د ترکیې پارلمان د ددغه هیواد د لومړي وزیر له لوري وړاندیز شوی طرحه منلې چې پر اساس به یې ددغه هیواد ځواکونه د راتلونکو دوه کلونو لپاره نور هم په افغانستان کې پاته کیږي.

ټاکل شوې وه چې د ناټو تر چتر لاندي د ترکيې پوځونو دنده د رواني میاشتي پر شپږمي نېټې پاته ورسیږي خو د وروستی پریکړي سره سم به د ترکیې ځواکونه د کال ۲۰۱۸ د جنوري میاشتي تر ۶ نیټې پوري په افغانستان کې پاته شي.

د امریکايي ځواکونو د ملاتړ لپاره د ناټو ځواکونو جګړییز ماموریت د کال ۲۰۱۴ تر پایه بشپړ شو، خو له هغه وروسته د ناټو ځواکونو اعلان وکړ چې نور به دوی د افغان ځواکونو د بشپړ ملاتړ ماموریت پر مخ بیايي چې په هغه کې به افغان ځواکونو ته د مالي مرستې تر څنګ مشوره او روزنه ورکوي.

د ناټو ۲۸ غړي هیوادونه اوس مهال په افغانستان کې ۱۲۰۰۰ عسکر لري، چې تر څنګ یې ۱۴ نور ملګري هیوادونه هم په ماموریت کې ونډه لري.

د ترکیې عسکر چې شمېر یې شاوخوا ۵۰۰ دی، اکثریت یې په پلازمینه کابل کې مېشت دي.

که څه هم د ناټو ځواکونه ادعا کوي چې په افغانستان کې جګړییز ماموریت یې پای ته رسېدلی او اوس یوازي په روزنیز او مشورې تر حده فعالیت لري خو د تېر کال په جګړو کې د دولتي ځواکونو پر شاتګ یو ځل بیا دغه ځواکونه بمباریو او شپنیو چاپو ته اړل کړل.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
اقباال

د ترکیی زړه دی چه حکمتیار او دوستم ته د داعشی ملیشو مشری دندی ورکولو په واسطه هغوی قدرت ته ورسوی د ناتو د قوماندی لاندی غواړی د هغوی سره هر اړخثزی مرستی وکړی ، ځکه یی د حزب اسلامی غړی له اردوګان څخه پیغمبر جوړ کی چه حکومتیار حکومت ته رسوی مګر اخره کی به یی د نجیب په شان له تخته غورځوی او دوستم که ژوندی وو زمونږ اخری پاچا به وی

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x