رصدګاه

درصدګاو تاريخچه

مفتي احسان الله

په کوم ځای کې چې د ستورو، سپږمۍ لمر او فضا کې دنورو اجرامو سماویه و، څار کیږي، هغه ته رصدګاه وايې، دفلک دعلم په برخه کې، درصدګاو اهميت له هیچا نه پټ نه دی، دا اهمیت هلته نور هم زیاتیږي، چې کله دستورو، کواکبو، کهکشانو او نورو اسماني اجرامو څيړنه کو، یا دلمنځو دوختو او دمیاشتي (سپږمۍ) دهلال، تربیع او محاق حالات ځانته معلومول غواړو. دا هم ښکاره خبره ده، چې دننۍ ټکنالوژي په دور کې، درصدګاو اهمیت نور هم طاتیږي، ځکه ورځ تر بلي نوې څیړني تر سره کیږي، دفضا په اړه جدید او نوې معلومات نړۍ والو ته وړاندي کیږي، دا هر څه هلته ممکن دي، چې په نوې ټکنالوژۍ سمبال رصدګاوي ولرو.

کله چې انسان دفلک دعلم سره اشنا شوی، له هغه وخته دحالاتو او زماني دبدلون سره سم، په مختلفو ډولو رنګارنګ رصدګاوي هم وجود ته راغلي.

خو دا به ډیر ګران کار وي، چې په دقيق ډول سره معلومه شي، چې په انساني تاريخ اولنۍ رصدګا چیرته، چېرې جوړه شوي، ځيني پوهان وايې، چې تر ټولو اول په دریارلسمه ميلادي پيړۍ کې داسکندريې په نامه رصدګاه جوړه شوه، او ځيني تاريخ پوهان بيا وايې، چې په نړۍ کې تر ټولو اوله رصدګاه په انګلنډ (England) کې، دستونهينج (Stonehenge) په نامه رصدګاه ده، چې تر ميلاد له مخه د 1500 کاله نه بيا تر 2800 کاله پوري په مختلفو مراحلو کي جوړي شوې او ترمیم شوې دي.

داسلامي تاريخ په زرین دور کې، لکه څنګه چې نورو علومو زیاته وده وکړه، همدا شان دفلک په برخه کې هم ډیر کار وشو، هغه غلط او فاسد نظريات، چې تقريبا 1,000کاله پر نړۍ دکليسا له امله مسلط ول، په ړومبي ځل مسلمان علماو، له دغه غلطي نظريې نه نړۍ ته نجات ورکړ، او دبطلیموسي نظرياتو ترديد او تصحيح وکړه.

دامویانو دخلافت په دور کې په دمشق کې اولنۍ رصدګاه جوړه شوه، چې دعباسیانو تر دوره پوري موجوده وه، خو دامویانو په دور کې رصدګاوي دومره مشهوري نه وي، او نه هم ورته درباري حیثیت حاصل و، په رسمي ډول دعباسيانو په خلافت کې، بالخصوص دمامون په دور کې نور هم دې علم ته توجه زياته شوه، ځکه مامون خپله هم يو فلک پوه عالم و، مامون علماو ته امر وکړ، چې دستورو دڅار لپاره رصدګاوي جوړي کړي، ددې کار لپاره چې څومره لوازم ضروري ول، هغه ټول مامون ورته برابر کړل، په بغداد کې باب الشام ته نیږدي دالشماسیه په کلي کې، په 216هـ کې جوړه کړه، او په الشماسیه سره مشهور و، په رسمي ډول په اسلامي تاریخ کې دا اولنۍ رصدګا بللی شو. له دې سره يې مشهور عالم خالد بن عبد الملک مروزي په دې مامور کړ، چې په دمشق کې، دقاسيون دغره په لمن کې، رصدګاه جوړه کړي، خالد همداسي وکړل.

له دې سره سم دابن شاکر زامنو هم دمامون (218هـ) دوفات نه وروسته په بغداد کې جسر ته نیږدي دباب الطاق سره متصل رصدګاه جوړه کړه، او یوه بله رصدګاه يې په سامرا کې هم جوړه کړه، په بغداد کې وتلي عالم ابو القاسم ابن الأعلم دابن الأعلم په نامه رصدګاه جوړه کړه، او په بغداد کې دپاچاهي محل په باغچه کې دشرف الدولة بن عضد الدولة البويهي په دور کې جوړه شوه، دشرفي رصدګاه په نامه سره مشهوره وه، په دې وخت کې درصدګاو په فن کې، دمشهور پوهانو نه: صاغاني، ابو الوفاء البوزجاني، حراني او الصوفي ول.

په عصر فاطمي کې، په قاهره کې، دالمقطم غره په لمن کې دالمرصد الحاکمي په نامه رصدګاه جوړه شوه، په دغه رصدګاه کې مشهور او نامتو عالم او فلک پوه ابن یونس المصري له (380هـ- 397هـ= 990م- 1006م) پوري کار په کې کاو، او په 657هـ کې دهيلاکو خان په دور کې نصير الدين الطوسي هم په ا‌زربايجان کې دمرصد مراغة په نامه رصدګاه جوړه کړه، دا له ډيرو مشهورو رصدګاه وه شميرل کيږي، اروپایانو پر دې رصدګاه زيات باور درلود، په دغه رصدګاه کې دوخت مشهورو علماو لکه: المؤيد العرضي الدمشقي، الفخر المراغي الموصلي، الفخر الخلاطي، نجم الدين القزويني او محيي الدين المغربي کار کاو، په اسلامي دور کې تر ټولو مشهوره او لویه رصدګاه بلل کیږي، له دې سره چې زیات دقیق آلات او فلکي وسایل په کې موجود ول، لویه کتابخانه يې هم درلوده.

په اتمه هجري پيړۍ کې دسمرقند رصدګاه هم یو له مشهورو رصدګاو نه وه، دا رصدګاه د تیمورلګ لمسي اولغ بیګ (1394 هـ 1449 هـ) جوړه کړي وه، اولغ بیګ دوخت پاچا او فلک پوه عالم و، داوسني افغانستان هرات ولایت يې دپاچاهۍ پایتخت و، اولغ بیګ هم دفلک په برخه کې ډیری نوي وسایل او آلات اجاد کړي و.

له دې رصدګاو نه علاوه، داسلامي دولت په ډیریو ساحو کې رصدګاوي جوړي شوي وي، په شام کې دابن شاطر رصدګاه، په اصبهان کې ددینوري رصدګاه، په رقه کې دالبتاني رصدګاه او په اندلس کې دبیروني رصدګاه وه، هم دا شان په مصر فارس او نیشاپور کې مشهوري رصدګاوي جوړي شوي وي.

په اروپا کې بیا تر ټولو اولنۍ اسلامي رصدګاه د(الخیر الده) په نامه، په 1184 م کال کې دیعقوب المنصور خلیفه په حکم سره، داندلس په اشبیله کې، دلوی جامع مسجد په څنګ کې جوړه شوه، له دغې رصدګاه به دمؤذن خاني کار هم اخیستل کیده.

دمصنوعي سپږمکيو په جدید دور کې رصدګاو نوره هم وده وکړه، تر دې پوري چې فلک پوهانو دمصنوعي سپږمکيو په واسطه ډیري لويې رصدګاوي، فضا ته وتوغولي، اوس کولای شو، چې دلمر، ستورو او سپږمیو حالات، حراکات او ځای ځایګی ډیر له نیږدي مطالعه کړو.

2016-12-29

تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.