dr-najeeb

(آيا نجیب پيژنئ؟) کتاب به ډير ژر چاپ شي

څه باندې درې لسېزې کیږي چې پخواني کمونیستان د افغان ولس په ځورولو، کړولو، وینو زبېښلو، او ترمنځ یې د خپلمنځي بې باوريو په را پیدا کولو بوخت دي. دوی د شورویانو له وخته په غلامۍ عادت دي، د غیرت او آزادۍ له ژوند سره نابلده دي؛ له همدې کبله یې د د وی په ژبه د افغان شوروي جاویدانه! دوستۍ لپاره تر شلو لکو د افغان ولس بچیان تر تورو خاورو لاندې کړل! تر دې زیات یې ګوډ او مات کړل! او تر څلويښتو پنځوسو لکونو پورې یې له کورونو او کلیو څخه وشړل! کلي او کورونه یې ورته وران کړل! د بهرنیو او ګاونډیو هېوادونو احسان منلو، او ناکردو تېرولو ته یې اړل کړل!

دوی له همغه پیله کلک هوډ کړی چې افغان میړنی ولس په آرامه پرېنږدي، دوی نه غواړي چې په افغانستان کې یو خپلواک اسلامي نظام را منځ ته شي؛ ځکه چې د یو خپلواک اسلامي نظام تر سیوري لاندې د دوی د مارکسي او لنیني کفري منحوسو افکارو وزرې سوځي!

کمونیستانو هغه وخت چې د مارکس او لنین پړي يې په غاړه کې اچولي وو، پر امپریالیزم به یې لعنتونه ویل! شپه او ورځ به یې دامپریالیزم پر ضد شعارونه ورکول! او مجاهدین به یې په دې تورنول چې له دوی سره امپریالیزم مرسته کوي! خو کله چې د کمونیزم ماڼۍ ونړېده! او ځای یې د امپریالیزم ماڼۍ ونیو! ددې پر ځای چې دوی خپل مارکس او لینین ته وفادار پاتې شوي وای! د نیم ژواندي کمونیزم لکۍ یې ټینګه کړې وای! بر عکس مخ یې د پروني لعنتي امپریالیزم په لوري کړ! د امپریالیزم په غېږه کې یې سرونه کېښودل! او له همدې ځایه د کمونیستانو هویت او حقیقت هر چا ته ښه په ډاګه کېدای شي! چې څوک؟ او څه غواړي؟

امپریالیزم هم ټول په خپله غېږه کې ټینګ ونیول! د هر یوه په غوږونو او لکۍ یې لاس را کش کړ! د کابل په ګوډاګۍ اداره کې يې په مهمو پوستونو ونازول! په ځانګړي ډول په امنیتي برخه کې، ځکه دوی د خپل واک پرمهال د خلکو په ځورولو، کړولو، او وژلو کې کافي تجربه تر لاسه کړې وه، امپریالیزم لکه کمونیزم وغوښتل افغان ولس په کمونیستانو وځپي؛ ځکه خو یې ښې لورینې پرې وکړې! دوی هم د دغو لورېینو شکریه د هغه غاښ ماتوونکې ماتې له وجې چې دوی او شورویان یې د افغان ولس له خوا ور سره مخ شوي ول، په زندانونو کې له افغانانو څخه د غچ په اخیستو ادا کړه، او لا لګیا دي! دغه جنابان د امپریالیزم له تخمین سره سم په تول پوره وختل!

کمونیستانو له همدې فرصت نه په استفادې سره یو ځل بیا د مارکسي او لینیني مفکورو په خپرولو پیل وکړ! د تلویزیونونو پر هندارو د سیاسي او نظامي کارپوهانو په بڼو را څرګندېږي! څېړنې او شننې کوي! چا ته ښه او چا ته بد وايي! که دوی په رښتیا سیاسي کارپوهان وای، پرون به یې له افغانستان څخه تور ټغر نه ټولېدو! له خبرو یې معلومېږي چې لا په همغه خپل خره سپاره دي! خو دا ځل یو څه هوښیار شوي، د ثور د سره انقلاب د دوی په اصطلاح د ستر لارښود جاهل تره کي په څېر د پردیو سفیرانو په وړاندې د افغان نجونو په ګډا په ښکاره نه ویاړي! او نه په ښکاره د خپل بل مشر حفیظ الله امین په څېر په ( بسم الله الرحمن الرحیم ) رشخند نه وهي! او نه د لیوني کارمل په څېر په ښکاره د رسول الله صلی الله علیه وسلم صحابهء کرامو ته د منافقینو ټکي کاروي! بلکې دوی د مکار نجیب لاره خپله کړې ده! نوموړي به د افغان ولس په مخ کې آیتونه او احادیث لوستل او هغه هم غلط! خو په مسکو کې به یې د خپل نابغه مشر لینین مجسمې ته سر ټیټولو! او د هغه اروا ته به یې سلامونه لېږل! چې دوی یې په غېږ کې ونیول! او په اصطلاح د افغان شوروي د جاویدانه دوستۍ اساس یې کېښود! خو نه شوروي شوروي پاتې شو! او نه یې کمونیستان کمونیستان پاتې شول! بلکې په افغانستان کې د کمونیزم وروستی څلی ( نجیب ) د خپلو شومو کړنو له وجې رانسکور شو!

اوسني کمونیستان که څه هم چې دین او سیاست اوس هم سره جلا بولي، خو په ښکاره هڅه کوي چې د خولو خولواښي یې ونه شکېږي! تر څو دا ځل دوی د نجیب په څېر په دار نشي! او خپل ځان له ورکې وژغوري، تر څو د صلیبي ځواکونو په وړاندې د روان مقدس جهاد بریاوې د خپلو شومو اغراضو په بړبوکیو لاهو کړي.

دوی که په تېر دور کې د جهادي تنظیمونو په لیکو کې ورننوتلي ول، په ډېر منافقت سره یې د دوی په منځ کې اختلافات پیدا کړل، او هم یې په مجاهدینو پسې له تبلیغاتو، جعلکاريو او د درواغو په تړلو کې له خپل مهارت څخه کار واخيست. خو الحمد لله د اوسني جهاد په لیکو کې د ورننوتلو جرئت نه لري، له همدې کبله په استخباراتي ادارو کې د دوی ځيني پخواني وحشيان، او په رسنيز ډګر کې یې د انټرنټي مبارزې یو څو لیکوالان(؟!) د دې پر ځای چې له ولس څخه د پخوانيو جنایاتو بخښنه وغواړي، له خپلو تیرو ناوړه اعمالو څخه پښیماني څرګنده، او توبه وباسي، برعکس اوسمهال یې بیا په پټه لاسونه سره یو کړي، که د تاجکو، ازبکو او نورو قومونو کمونیستانو اوس مهال هر یو له ځانه د خپل قوم د حقوقو مدافعین جوړ کړي. پښتانه کمونیستان هم د خلکو د تېر ايستلو لپاره ځانونه د پښتون قوم د مدافعینو په نامه ښيي! په پوره سپين سترګۍ داسې خبرې کوي، ته به وايي دوى به هيڅ هم نه وي کړي! نه به یې کوم پښتون ژوندی ترخاورو لاندې کړی وی، نه به یې پرې بمبار کړې وي، او نه به یې په زندانونو کې نوکان ترې ویستلي وي!

کمونیستان اوس کله کله د ټوپک سالارۍ پر ضد هم چيغې وهي، خو په حقيقت کې د ټوپک سالارۍ اساس همدوی ايښی دی، همدې کمونیستانو په خپله توره دوره کې، د ولس د وژلو او ځورولو لپاره په لومړي ځل، په شمال کې د دوستم، او په جنوب غرب کې د عبد الجبار قهرمان چې اوس ځان مسلمان بولي! وحشي مليشې رامنځته کړې، کومې چې د هر ډول نظامي زده کړو څخه ناخبره، بې علمه او د ټولنې لنډغر بد معاشان وو! همدا اوس د شمال وحشي مليشې د هماغه کمونیستي تورې دورې پاتې شوني او پیدا وار دي!

دغه رټل شوې ډلګۍ (کمونيستان) باید په دې پوه شي چې د دوی ټول جنایات د ولس له یاده نه دي وتلی، د ولس په هر کور کې د دوی په لاس د دوه نیم ملیونو مظلومو شهیدانو په لکهاوو کونډې او په ملیونونو یتیمان د دوی د وحشت او بربریت یوه تاریخي او ژوندۍ نښه ده!

اوس به راشو خپل اصلي مطلب ته، هغه دا چې د ظلم او وحشت پخواني ماهر کمونيستان چې په اوسني خاد کې په غټو دندو ګمارل شوي، د مجاهدینو او هیوادوالو د وینو څښلو ترڅنګ زهرجن تبلیغات کوي او دروغجنې کیسې ورپورې تړي. په دې لړ کې د رسنیو له لارې خپله پوچه مفکوره خپروي! کله د انټر نټ په لیکه د مختلفو ویبپاڼو خصوصا د فیسبوک پر مخ ځانونه راڅرګندوي ، او د افغان مظلوم ولس له ستر قاتل څخه ملي قهرمان او سپيڅلی شهید جوړوي! کله له یوې راډیو او ویب پاڼې څخه، کله له بلې څخه د خپلو درواغژنو تبليغاتو په ترڅ کې د ډاګټر نجيب د وژنې د تلین د نمانځنې او ستاینې خبرونه خپروي، او داسې څرګندوي چې افغان ولس ډاګټر نجيب ته د خپل قاتل په سترګه نه، بلکې د یو ملي اتل او شهید په سترګه ګور!

له دغه تبلیغاتو څخه د دوی یوه ستره موخه دا ده چې د ډاګټر نجيب توره کرغېړنه څېره سپینه وښيي، د افغان ولس په حق د ظلمونو، قتلونو او وحشتونو اوږده تاریخي سابقه یې پټه کړي! د یو ملي او مخور په حيث یې په خلکو ومني، ترڅو په سیاسي ډګر کې پرمختګ وکړي، ځانونه واک ته ورسوي!

پورتنیو ټکو ته په کتو، باید ووایم چې د دغو ډول افرادو، ډلو او بانډونو د ناولو موخو د رسوا کولو، او د هغوی د بې شرمه اعمالو د مخنیوي په ترڅ کې، د افغانستان میړني ولس، مجاهدینو او زړه سواندو لیکوالانو ته چې څومره هلې ځلې کول په کار وو، له يو څو لیکنو پرته يې، تراوسه څه نه وو کړي.

په دې لړ کې يوازې د كمونيست ډاکتر نجیب د سکه ورور صدیق الله راهي لخوا په فارسي ژبه لیکل شوی ( آیا نجيب رامیشناسيد؟) کتاب دی، چې د نجيب او کمونیستانو د اصلي څېرو د څرګندولو په برخه کې تر ټولو زیات د ستاینې وړ او مهم ګام بلل کېده، کوم چې له روس سره د جهاد پر مهال، په داسې حال کې لیکل شوی و، چې ډاګټر نجیب د کابل د کمونيستي ادارې د واک پر ګدۍ لاس په چاړه ناست و.

څه رنګه چې نوموړی کتاب له یوې خوا ډېر پخوا چاپ شوی و، او له بلې خوا په دري ژبه لیکل شوی و، ډېری خلک ترې ناخبره وو، او کمونیستانو اوسمهال د پښتنو د تېر ایستلو لپاره خپلې هڅې ډېرې ګړندۍ کړي وې؛ ځکه خو د دغه کتاب پښتو ژباړه ډېره اړينه او ګټوره برېښېدله. چې له نيکمرغه په دې وروستیو کې د دروند او ښاغلي مولوي صیب عبد الخبیر جاهد لخوا په روانه او ساده پښتو ژبه و ژباړل شو، او په دولسو برخو کې په ډېرو انټرنیټي ويب پاڼو کې نشر شو، چې د لوستونکو لخوا يې تود هرکلی وشو، او ډېرو لوستونکو یې د کتاب په بڼه د چاپولو مشورې ور کړې.

(آیا نجیب پېژنئ؟) کتاب په پښتو ژبه تراوسه د چاپ په ګاڼه نه دی سمبال شوی، خو ښاغلي مولوي صیب په خپل شخصي لښګت د نوموړي کتاب د ژر چاپولو، او د ګرانو هېوادوالو خدمت ته د کتاب په بڼه وړاندې کولو ژمنه کړې.

د کتاب د ژباړې په پای کې ښاغلي مولوي صیب د کمونېزم د بنسټ په اړه خپله د کمونیزم د ځینو جرمني او روسي بنسټګرانو او مخکښانو له خولو د دغه ناولې او کرغېړنې پدېدې په اړه په پنځو نورو برخو کې ځینې مهم معلومات، په ځانګړي ډول د افغاني مخکښو کمونیستانو( تره کي، امین، ببرک او نجیب ) ځينې په زړه پورې او حیرانوونکې څرګندونې را ټولې کړې ، او له نوموړي کتاب سره يې ضميمه کړي دي.

د یادونې ده چې دغه کتاب که څه هم په نېټ کې ځينو مخلصو وروڼو پرته له دې چې مولوي صیب په جریان کې وساتي، په پي ډي اف کې د کتاب په بڼه خپور کړی، چې هغه د کمونیزم په اړه په پنځو نورو برخو کې خپاره شوي معلومات پکې نشته، خو تراوسه خپله د مولوي صیب له خوا د کتاب په بڼه په هیڅ ډول نه دی خپور شوی، د نوموړې ژباړې له بیا ځل کتنې وروسته، او په څنګ کې ور سره هغه نورې برخې به په نېږدې وخت کې د لومړي ځل لپاره د کتاب په بڼه چاپ، او د هیواد د بېلا بېلو کتاب پلورنځيو له لارې به هیوادوالو ته ورسېږي. پاتې دې نه وي چې د نوموړي کتاب د چاپ حقوق یوازې له مولوي صیب سره خوندي دي. که درانه لوستونکي او خواخوږي په دې اړه څه مشورې لري، کولای شي په لاندې آدرس ورسره اړیکه ونیسي:
[email protected]

سيد هاشم نعماني

 

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
شیدا
میلمه
شیدا

نعمماني صیب هیڅکله به د جنایتکارانو کړنې د افغان کړیدلي ولس څخه هیرې نشي که هغه تر هر نامه لاندې وي که کمونستان وي او که مجاهدین موږ ټول ښه پيژنو نه زموږ مجاهدین د سړي زامن و او کمونستان خو هسې هم ټول د واک تیږي و او زموږ په بې علمه ټولنه یی بې سارې لوبې وکړې یوه هم د افغان ولس لپاره کار نه دی کړی