افغانستان

حزب اسلامي: له روسیې سره اړیکي لرو

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، مرغومې ۱۶، ۱۳۹۵ل): د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ د حزب اسلامي ډله وايي چې له روسیې سره په اړیکه کې ده او تمه ده چې د تور لیست په برخه کې شته ستونزې حل شي.

په کابل کې د حزب اسلامي د مطبوعاتي دفتر مسئول محمد نادر افغان وايي چې روسي چارواکو له حزب اسلامي سره په تماسونو کې ویلي چې په حکمتیار باندې د لګېدلو بندیزونو په لرې کولو کې له افغان دولت سره همکارۍ ته چمتو دي.

نوموړی دا څرګندونې وروسته له هغه کوي چې داسې راپورونه خپاره شول چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا دوه دایمي غړو (روسیې او فرانسې) له ښاغلي حکمتیار څخه د بندیزونو لرې کولو سره مخالفت کړی.

خو ښاغلی افغان ټینګار کوي چې روسیه له تور لیست څخه د حکمتیار د نوم له ایستلو سره مخالفت نه کوي، بلکې له دوی سره یې په تماسونو کې ژمنه کړې چې د تور لیست په ختمولو کې به همکاري کوي.

د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ حزب اسلامي په داسې حال کې له روسانو سره د تماس خبر ورکوي چې د سولې په نوم تړون یې له کابل حکومت سره د یوه خپلواک لوري په توګه، د بهرنیانو له وساطت او وصایت پرته لاسلیک کړی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
pattang

درواغ وایې غداري کوې هدف دې قدرت دی ! څوک چې خپل استفراق بيرته خوري هغه دنفرت وړ دی !!
امریکایان اډې لري اوته د قدرت او دالرو غل بې له شرطه له شیطان یهودي سره يوځای شوې !!

عبدالواحداڅګزۍ

دګلبدین اواشرفغنی صلح کم ارزښت نه لری ولی چه دواړه بی صلاحیته دی،آیا روس دامریکاودوست ته هرکلۍ وایی دابه یوناپوهه منی روس که ژرسوکه پس هغه رقم چه امریکااوناټو افغانانوته دروس پر ضدوصلی ور کولی روس به یی دامریکااوناټوپرضدورکوی ،الله ظالم په ظالم وهی-داچه دګلبدین ویاند وایی موږدروسیی سره په تماس کی یو داهسی خلک خطاباسی،دروسیی پردی بدنه ځنی راځی چه زموږسره دی جنګ کړۍ دی پردی یی بدځنی راځی چه موږمو په ملک کی نه پری ښودو امریکامو دخالازامن دی چه هډی ورکوۍ.

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x