افغانستان

یو بل امریکايي له دوه کلونو راهیسي په افغانستان کې ورک دی

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، مرغومې ۱۶، ۱۳۹۵ل): یو ۷۴ کلن امریکايي چې دوه کاله تر مخه افغانستان ته راغلی وو او غوښتل یې چې د خوست ولایت له لاري پاکستان ته سفر وکړي، لادرکه شوی دی.

دغه معلومات یې اوس امریکايي مېرمني د یوې خبرپاڼي په خپرولو سره ورکړي دي او زیاته کړې چې نوموړی دوه کاله تر مخه په ۲۰۱۴ کې افغانستان ته تللی وو، تر څو هلته د طالبانو د مشر «سراج الدین حقاني» سره مرکه وکړي، خو له هغه راهیسي لادرکه شوی دی او تر اوسه یې هیڅ څرک نه دی لګېدلی.

دغه امریکايي «پاول اوربې» نومیږي، ۷۴ کلونه عمر لري، د میرمني په قول یې د روسانو پر خلاف د جهاد په دوران کې د مجاهدینو تر څنګ جګړه هم کړې او هم یې د افغانستان په اړه یو کتاب لیکلی.

د نوموړي ښځې «جین لارسون» رسنیو ته په لیږلي خبرپاڼه کې ویلي: «زه هغه چاته چې زما مېړه یې برمته کړی دی، د رحم غوښتنه کوم، زه ګمان کوم چې هغه به د حقاني نیټورک له لوري برمته شوی وي، خو ما تر اوسه د هغه د برمته کوونکو له لوري څه نه دي اوریدلي».

جین لارسون ویلي چې میړه یې تر برمته کېدو مخکې په کابل کې یوه میاشت تېره کړه او بیا خوست ته ولاړی، هلته یې هم یوه میاشت تېره کړه، د کال ۲۰۱۴ مئي میاشتي پر ۱۶ نیټې یې زما سره خبره وکړه او د «سراج الدین حقاني» سره یې د مرکې کولو معلومات راکړه.

هغې زیاته کړې چې مېړه یې افغانستان ته اته ځله سفر کړی، تر څو ددغه هیواد او رواني جګړې په اړه لیکل وکړي، هغه ددې تر مخه یو کتاب «هولي بلډ holy blood» تر سرلیک لاندي لیکلی، د افغانستان په اړه یې پراخه مطالعه لرله او د قرآن کریم درسونه یې هم اخیستی وه. نوموړی په کال ۱۹۸۸ کې د روسانو پر ضد د مجاهدینو تر څنګ جګړه هم کړې.

جین لارسون ویلي: «زه تمه لرم چې هغوی به زما مېړه د یو مېلمه په توګه استقبال کړی وي او همداسي به یې ساتي، هغه سپينه ږیره لرله او د مجاهدینو دوست پاته شوی، په همدې احساس هغه افغانستان ته سفر کړی او هر کله د مجاهدینو له لوري هم د مېلمه په توګه منل شوی دی».

امریکايي چارواکو د نوموړي د برمته کېدو په اړه څه نه دي ویلي خو وايي چې دوی ته هیڅ معلومات نشته چې «پاول اوربې» به چیري ساتل کیږي.

تر اوسه د نوموړي د مرګ او ژوند په اړه هیڅ معلومات نشته خو که ژوندی وي نو هغه به یوازینی امریکايي نه وي چې د طالبانو په بند کې ژوند تېروي، بلکي تېر کال په کابل کې د امریکايي پوهنتون استاد ۶۰ کلن کیفن کنګ هم د نامعلومو کسانو له لوري برمته شو او دهغه تر مخه هم یوه امریکايي ښځه «کاتلین کولمان» او کاناډايي «جوشو بویل» د خپلو دوه بچیانو سره د طالبانو په بند کې دي.

د امریکايي پوهنتون د استاد په اړه تر اوسه معلومات نشته چې د چا له خوا برمته شوی او چیرته ساتل کیږي، د نوموړي د برمته کېدو مسؤولیت تر اوسه چا په غاړه نه دی اخیستی او نه یې هم په اړه نور معلومات شوي دي.

امریکايي ښځې «کاتلین کولمان ۳۱ کلنه» او میړه یې «چوشو بویل ۳۶ کلن» په دې وروستیو کې په یوه ویډیو کې را ښکاره شوه چې د امریکا د اوسني ولسمشر باراک اوباما څخه یې غوښتنه کول چې ددوی په خلاصون کې مرسته وکړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x