کاناډا: له افغانستانه ورګرځېدلي عسکر ټوله کورنۍ او ځان وواژه

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، مرغومې ۱۶، ۱۳۹۵ل): له افغانستانه ورګرځېدلي په عصبي ناروغۍ اخته یوه کاناډائي عسکر خپله مور، ښځه او لور تر وژلو وروسته ځان هم وژلی دی.

د کاناډايي ورځپاڼو د خبر سره سم د «نووا سکوټیا» په ایالت کې پولیسو خبر تر لاسه کړ چې په یوه کور کې څلور جسدونه موندل شوي چې ټوله په مرمیو وژل شوي دي.

سیمي ته د پولیسو د ورتګ وروسته جوته شوه چې په وژل شویو کسانو کې یو هم د کاناډايي ځواکونو عسکر دی چې له افغانستان څخه هیواد ته تر ګرځېدو وروسته په عصبي ناروغی اخته شوی وو.

د کاناډایی تلویزون «سي ټي وي نیوز» د خبر سره سم په وژل شویو کسانو کې د ۳۳ کلن کاناډايي عسکر «لیونیل ډیسمونډ» تر څنګ، د هغه ۵۲ کلنه مور، ۳۱ کلنه مېرمن او ۱۰ کلنه لور وه.

د عسکر مېرمن او لور

د پولیسو د تحقیقاتو سره سم ناروغه عسکر لومړی خپل د کورنۍ غړي په ډزو وژلي او بیا یې وروسته خپل ځان باندي ډزي کړي دي.

د نوموړي ګاونډیانو ویلي چې هغه د کال لومړی ورځ ښه په خوشحالی ولمانځله، د کورنۍ سره یې ډېر ښه چلند کوی او هیڅ داسي نښې نه لیدل کېدلې چې هغه دي په داسي یو اقدام لاس پوري کړي.

د کاناډائي رسنیو د خبر سره سم تر اوسه ۷۲ عسکرو هیواد ته تر ګرځېدو وروسته ځانونه وژلي دي او زیات شمېر یې نور اوس هم تر تداوي لاندي دي.

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
محمد عبداللہ
میلمه
محمد عبداللہ

دادمظلومانو دآزاردنیاوی سزا دہ اخروی دائمی سزا ورتہ ھم شروع شوہ،اللھم خذکلھم اخذ عزیزمقتدر