ورزش

کرکیټ: د صحرا شل اوریز جام لپاره ملي لوبډله اعلان شوه

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، مرغومې ۱۶، ۱۳۹۵ل): د روانې جنوري میاشتي له ۱۴ نیټې څخه بیا تر ۲۰ نیټې پوري د نړیوال کرکیټ د دویمي درجې اته هیوادونه د متحده عرب اماراتو په دوبۍ ښار کې د شل اوریزو لوبو سیالي د صحرام جام په نامه تر سره کیږی.

د متحده عرب اماراتو د کرکیټ بورډ د تېر کال ۲۰۱۶ په دیسمبر میاشت کې ددغه سیالیو خبر ورکړی وو او ویلي وه چې اته هیوادونه به پر دوه ټولیو توزیع کیږي، چې په لومړۍ ټولۍ کې به افغانستان، ایرلېنډ، نامیبیا او متحده عرب امارات وي، په دوهمه ټولۍ کې به هالېنډ، سکاټلېنډ، عمان او هانک کانګ سره مخ کیږي.

په همدې مناسبت نن د کرکیټ بورډ له لوري د افغانستان ملي لوبډله اعلان شوه چې په لاندي ډول ده:

محمد اصغر ستانکزی (لوبډل مشر) نوروز منګل، محمد شهزاد، محمد نبي، سمیع الله شینواری، دولت ځدراڼ، ګلبدین نایب، نجیب الله ځدراڼ، راشد خان، امیر حمزه، نجیب الله تره کی، کریم جنت، فرید احمد ملک او نوین الحق.

نوروز منګل دوه ورځي وړاندي له نړیوال کرکیټ څخه استعفا اعلان کړه او د غواروي کمېټې مشر «چیف سلکټر» وټاکل شو، خو بیا یې هم نوم په لوبډله کې شامل شوی، چې د کرکیټ بورډ په وینا غواړی نوموړی د یوه الوداعي لوبي په ترڅ کې رخصت کړي.

ویل کیږي چې بیا هم نوروز منګل او نوین الحق د متحده عرب اماراتو د ویزې اخیستلو له ستونزې سره مخ دي، که چیري دغه ستونزه د لوبو تر پیله هواره نه شوه مجبورا به د دواړو پر ځای عثمان غني او افتاب عالم ولیږل شي.

د لوبډلې نور لوبغاړي نن ورځ اماراتو ته روان شول او د تګ تر مخه کپتان اصغر ستانکزی وویل چې ښه لوبډله انتخاب شوې، امید دی چې بیرته به هیواد ته ډک لاس را ستانه شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x