افغانستان

طالبانو یو انسان تښتوونکی نیولی او ماشوم یې ژغورلی دی

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، مرغومې ۱۶، ۱۳۹۵ل): طالبانو د کونړ ولایت په شیګل ولسوالۍ کې د شلتن درې په سیمه کې د انسان تښتوونکو له ډلې څخه یو تن ژوندی نیولی دی او تښتول شوی ماشوم یې ژغورلی دی.

د طالبانو له لوري په نشر شوې خبر کې ویل شوي چې له هغه وروسته چې د پیسو د ترلاسه کولو په موخه سړي تښتوونکو یو ماشوم وتښتوی، دوی یې پلټنه پیل کړه چې بالاخره تېره ورځ وتوانېدل چې د تښتول شوي ماشوم ځای په نښه کړي او هغه را خلاص کړي.

په خبر کې ویل شوي چې دوی یو سړی تښتوونکی ژوندی نیولی دی او محکمې ته یې سپارلی دی. په خبر کې د ماشوم او سړي تښتوونکي د هویت په اړه نور معلومات نه دي ورکړه شوي.

باید وویل شي چې څو ورځي وړاندي د فراه ولایت په خاک سفېد ولسوالۍ کې طالبانو دوه تنه سړي تښتوونکي د خلکو په وړاندي ووژل.
هغه وخت طالبانو وویل چې یاد دوه کسان یې یوه میاشت وړاندي نیولي وه او وروسته تر یوه میاشتي پلټنو او محکمو په خپل سزا ورسیدل.

طالبان په هغو سیمو کې چې واک لري، سړي تښتونکي په مرګ محکوموي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x