نړۍ

د ګوانټنامو زندانيانو يو ځل بيا اعتصاب کړی

Guantanamo-Bayد ګوانټنامو زندانيان چي د سږ کال په پسرلی کښي يې د نه خوړلو اعتصاب کړی وو له شپږو مياشتو وروسته يې د غوړو وعدو په ورکولو سره يې بيرته مات کړي. نوی اعتصاب له څو ورځو را هيسي بيرته پېل سوي دي،چي د خوراک تر څنګ يې د دوستانو سره د اړيکو څخه هم ډډه کړېده .پدې زندان کښي د ۵۷۹شمېرې افغان زنداني کورنی وايې”..ډېري وخت امريکايان ددوی د اعتصاب ماتولو لپاره د سره صليب له لاري د بندي خپلوانو ته حال واستوي چي په پلانی نېټه مو بندی غواړی ستاسي له حاله ځان خبر کړي ،
خو کله چي يې کورنی په سکايپ او يا هم ټلېفون کښي خبري پېل کړي بندی يې وايي چي ما خو ستاسي سره دخبرو غوښتنه نده کړې!..”
اوسمهال په ګوانتنامو زندان کې شاوخوا ۱۵۵ تنه زندانيان ساتل کېږي چې ډېری وو ته يې لا تراوسه جرمي دوسيې هم نه دي جوړې سوي،پدی کښي د یمن ۸۹، د افغانستان ۱۹ او د سعودي عربستان هم ۱۲ بندیان دي

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x