نظــر

ایا روسیه په افغانستان کې د خپلې ماتې د انتقام اخستلو په درشل کې ده

لیکوال: احمد احدي

مقدمه

په تیره اوونۍ کې د ۲۰۱۶ م کال د ډسمبر په ۲۷ مه نېټه په مسکو کې د روسیی ـ چین او پاکستان یوه دری اړخیزه غونډه تر سره شوه د بحث موضوع یې په افغانستان کې د داعش حضور او پراختیا او د افغان حکومت سوله له طالبانو سره په داسې حال کې، چې غونډه د افغانستان په اړه وه خو د افغانستان حکومت نه په جریان کې و او نه ورته ځوک د افغانستان د حکومت په استازیتوب دعوت شوي و، چې د افغانستان د حکومت له توند غبرګون سره مل وه.

داسې ښکاري، چې روسیه کوشش کوي چې په افغانستان کې کوم حالت دوی تجربه کړی و هغه په امریکایانو باندې هم تجربه کړي او هغه ډلې چې په نوي یمه لسیزه کې یې پخوانۍ شوروي اتحاد په ۱۳ خپلواکو جمهوریتو باندې ووېشلو او په نړۍ کې یې د امریکا یک تازی ته لاره هواره کړه د هغه برخه اخستل په سیاسي فعالیت کې مخه ډب کړي په دې اړه به یو څه خبرې ستاسو سره شریکې کړم.

د روسیې-چین-پاکستان ناسته

د روسیي ـ چین او پاکستان  په مسکو کې یوه دری اړخیزه ناسته وشوه، چې له دې نه مخکې یې هم دوه ځلې ناستې تر سره شوې وې خو په دې ناسته کې یې ډیره توجه افغانستان ته وه، چې په افغانستان کې د داعش په پرمختګ یې اندېښنه وښوده  او په دې یې سره توافق وکړ، چې د طالبانو د ځینو مشرانو نومونه د ملګرو ملتونو له تور لست نه و ایستل شي تر ځو د افغانستان د سولې په پروسه کې مرسته وکړي خو د دوی دا توافق د افغانستان د جمهور رئیس د خبرو سره په ټکر کې دی ځکه هغه د ملګرو ملتونو نه غوښتي وو، چې د طالبانو د مشر ملا هبة الله نوم په تور لست کې داخل کړي نوموړې ناسته په داسې حال کې ترسره کیږي، چې د افغانستان حکومت نه په جریان کې و او نه یې د افغانستان کوم استازي ته دعوت ورکړی و، چې د افغانستان د حکومت له توند غبرګون سره مخ شوه او دا یې ښکاره مداخله د افغانستان په چارو کې وبلله خو له دې غونډې وروسته د افغانستان او پاکستان په چارو کې د روسيي د جمهور رئیس خاص استازي ضمیر کابلوف د ترکیې له اناتولي خبري اژانس سره په خبرو کې په افغانستان کې د امریکایانو د نهو لویو اډو شتون د روسیي او د منطقې د هېوادونو لپآره د قبول وړ نه دی ده په خپلو خبرو کې وویل چې روسیه په دې باندې پوهیږي چې امریکا د دومره لويي اډې، چې په هره اډه کې تر سل زرو نه د ډېرو عسکرو  ځای لري. چې دا کار د افغانستان د فوځ د قوت لپآره نه بلکې د خپلو اهدافو لپآره دی او موږ ته قابل د قبول نه دی او بل ده په خپلو خبرو کې دا هم وویلې چې مخکې طالبانو د اسلامي خلافت د جوړېډو لپاره جګړه کوله خو اوس د دوی په پالیسی کې تغیر راغلی دوی تنها د خپل هېواد د اشغال خلاصون غواړي دې روسي ډیپلوماټ په خپلو خبرو کې دا هم ویلي دي، چې که چیرې د افغانستان سره مرسته ونه شي په راتلونکو شلو کلونو کې به له منځه ولاړ شي او د سیمې هیوادونو ته به په یو جدي ګواښ بدل شي. نوموړې نه دي ویلي چې د افغانستان سره باید څه ډول ملاتړ او مرسته وشي، خو د نړیوالې ټولنې له خوا یې د افغانستان د امنیتي ځواکونو د پیاوړتیا یادونه کړې ضمیر کابلوف زیاته کړې، هیواد یې د افغانستان د سولې په اړه هیڅ ډول پروګرام نه لري خو که رسمي غوښتنه ترې وشي په دې برخه کې همکاري کولی شي. او داسې راپورونه خپاره شوي چې د امریکا په انتخاباتوکې روسیي مداخله کړې تر څو وتوانیږي چې ټرمپ د امریکا جمهوري ریاست انتخابات وګټي چې له دې سره امریکاد روسیې ۳۵ ډیپلوماتان هم له خپلې خاورې و ایستل او ټرمپ هم شک ښودلی چې شاید روسیي د امریکا په انتخاباتو کې مداخله کړي وي او د موضوع د ښه روښانه کولو لپآره یي سی ای اې ته دنده سپارلي او د کره معلومات د پیداکولو غوښتنه یې کړې.

په روسیه کې د دری اړخیزه ناسته او په افغانستان یې اغېزې:

کله چې د افغانستان په اړه داسې ناستې جوړیږي هغه هم د افغانستان د حکومت سره په نه مشوره کې ددې نه معلومیږي هغه څوک چې ددې ناستو کوربه توب یا یې مشري کوي هغه ددې ډول ناستو په جوړولو کې خپلې موخې لري لومړی داچې روسیه په اوس وخت کې غواړي چې د نړی په حساسو مسایلو کې ځان دخیل کړي او  اوس چې کومه ښکاري چې نړی د دوه قطبه کېدو حالت ته روانه ده د یو قطب مشري روسیه وکړي او خپل حیثیت اعاده کړي لومړی په افغانستان کې امریکا او متحدینو ته یې د مشکلاتو جوړول که چېرې دوی وتوانیږي چې کوم څه چی دوی په افغانستان کې تجربه کړي وو هغه په امریکایانو باندې هم تجربه کړي.او بل په سیمه کې هغه ډلې چې هغه د امریکایانو له شتون سره مخالفت لري دوی خپلې اړیکې کلکې کړي تر څو دوی وکولای شي د فشار د آلې په ډول کار ترې واخلي په اوس وخت کې یې د طالبانو سره هم د اړیکو د درلودلو تایید یې وکړاو په دې دری اړخیزه ناسته کې  په دې سره توافق وکړ چې د افغانستان د سولې د پروسې د کامیابېدو لپآره د طالبانو د مشرانو نومونه د ملګرو ملتونو له تور لست نه و ایستل شي خو اوس داسې راپورونه ورکړل شوي دي چې د ملګرو ملتونو د تور لست نه د حزب اسلامي د مشر ګلبدین حکمتیار د نوم د ایستلو سره  فرانسې او روسیي مخالفت کړی یو طرف ته په افغانستان کې د سولې لپاره  د خپلو متحدینو سره ناستې کوي چې څرنګه کولای شو، چې په افغانستان کې د سولې لپاره زمینه سازي وکړو او بل ځای، چې ځو میاشتې مخکې د افغان حکومت او حزب اسلامي تر منځ بین الاافغاني د سولې هوکړه لیک وشو او اوس افغان حکومت د ملګرو ملتونو نه غوښتي چې د حزب اسلامي د امیر او نورو غړو نومونه د ملګرو ملتونو له تور لست نه و ایستل شي نو روسیه ورسره مخالفت کوي تر اوسه پورې په دې اړه روسيي  نور څه نه دي ویلي خو داسې ګمان کیږي چې روسیه به له د حزب اسلامي له مشر او غړو نه د خپل انتقام د اخستلو په تکل کې وي او یا دا چې نه غواړي چې په افغانستان کې سوله راشي او د طالبانو سره د دوی اړیکې تر بل هر وخت نه اوس سره ښې شوي دي کله چې په افغانستان کې د طالبانو اسلامي امارت و روسیي د شمالي ټلوالې سره هر ډول مرستې کولې تر څو د طالبانو سره جګړه وکړي او دوی د طالبانو له شتون نه په افغانستان کې په وېره کې و خو اوس په افغانستان کې د جګړې د ساتلو لپآره له طالبانو سره اړیکې لري او په افغانستان کې د جګړې دوام ته ژمن دي تر څو خپلو ګټو ته د رسېدو لپاره په افغانستان کې دا اور جاري وساتي او د افغانانو نه د سوخت د لرګیو په شکل استفاده وکړي او ددې جګړې ټول مادي او معنوي تاوان افغانانو ته رسي او له دواړو لوریو چې خلک وژل کیږي هغه افغانان دي او ددې جګړې د ختمولو لپاره هېځوک هم ژمن نه دي تر ځو خپله افغانان په خپلو کې سره د بین الاافغاني تفاهم ته لاره هواره نه کړي خدای مه کړه دا جګړه به تر څو لسیزو پورې دوام ولري

روسیه په افغانستان کې څه غواړي:

په اوس وخت کې، چې ګورو له یوې خوا روسیي خپل اقتصادي حالت بېرته ورغولو او اوس غواړي چې په نړۍ کې د امریکا د خپل سریو مخنیوی وکړي او د هغه سره خپل ځان سیال کړي او خاصتا په اسیا کې د امریکا د حضور نه په وېره کې دي او امریکا چې په دې دوه لسیزو کې خپله ټوله توجو د اسیا هیوادونو ته اړولې ده د چین او روسیي د اقتصادي او نظامي پرمختګونو لپاره او اوس روسیه کوشش کوي چې امریکا په افغانستان کې چې خپله ماتې یې په باطن کې تجربه کړې ده او اوس غواړې چې په یو ډول نه یو ډول امریکا د افغانستان نه خپلې پښې سپکې کړي او روسیه اوس په افغانستان کې د جګړې اوږدوالۍ ځکه غواړي چې له یوې خوا دلته امریکا کاملې ماتې او کوم اوس چې په نړۍ کې لومړی اقتصادي ځواک دی هغه یې متضرره کړي او بل که چېرې په افغانستان کې جګړه ختمه شي په افغانستان کې هم دوی یو قوي حکومت راتګ ورته د زغملو نه دی ځکه افغانستان دوی په څو ټوټو باندې ووېشل او بل دوی مذهبي مشکل هم د افغانانو سره لري نو دوی په افغانستان کې جګړې دوام ته ژمن دي او غواړي چې دا جګړه دوام وکړي.

د افغانستان حکومت ته څه په کار دي:

  • د افغانستان حکومت باید د امریکا سره د امنیتي تړون په اړه د بیا له سره غور وشي او امریکا د خپلو وتلو لپاره خپل مهال وېش اعلان کړي تر څو د طالبانو سره د سولې لپاره لاره هواره شي.
  • د افغانستان حکومت د بین الاافغاني سولې لپاره جدي هلې ځلې وکړي
  • په خپل بهرني سیاست کې یو څه تغیرات راولي
  • خپل منځي مشکلات حل کړي
  • او هغه څوک چې د هغه لاسونه د افغانانو په وینو سره دي هغه د حکومت له اداراتو لرې کړل شي او دوی دې قانون ته ژمن پاتې شي تر څو د هغه کسانو چې د هغه لاسونه د افغانانو په وینو سره دي د هغه لپاره د قانون د تطبیق لپاره لاره هواره شي.
  • د ملت او حکومت تر منځ چې اوس فاصله ده د هغه د رالنډولو لپاره دې کار وکړي
  • د فساد په وړاندې دې کلکه مبارزه وکړي
  • هغه څوک دې د دولتي اداراتو په رس کې راولي چې هغه د افغان ولس په ژبه پوهیږي.
  • د اقتصاد د پیاوړتیا لپاره دې هلې څلې وکړي.
  • د جګړې دختمولو لپآره دې امریکا، روسیي او پاکستان ته مراجعه نه کړي خپل ولس ته دې مراجعه وکړي چې هغه څه غواړي هغه پښتو متل دی چې ځمکه هغه سوزي چې اور پرې بل وي دې مظلوم ملت باندې دا ۳۵ کال جګړه تپل شوې او جګړې کړلو ته مجبور شوي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالواحداڅګزۍ

محترم احدی صاحب اسلام اعلیکم آیاته یقین لری چه افغان حکومت خپلواک دی کمی مادی چه تاورته لیکلی دی چه دوی یی عملی کی آیاپه دغه مادوکی خپله ددغه حکومت ګټه سته اوکه ددوی داقتداردوام اودپیسوډیرول په دغه ګډ وډ حالت کی دی ته نه وینی چه دوستم اوعسکری قومندانان څه جرمونه کوی آیادغه حکومت څه سرپه ګرزولۍ دۍ آیاغیرله ځنګله داسی سرزوری چاکړی ده چه دخلکومال اوناموس دی نه وی خوندی – داستاسومادی فقط خیال فلو دۍ اوبس-ملک وملت ته تسلیمیدل په خبرونه کیږی.
په احترام عبدالواحد اڅګزۍ

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x