نظــر

مجرم یې پلار سزا یې ځوی ګالي

عاکف مهاجر

دنن ورځې خواشینوونکی خبر چې دکابل پوهنتون د انجینری د پوهنځي محصل سیدالرحمن د غزني د قرباغ اوسیدونکی په دې جرم بندي او بیا په زندان کې تر شکنجو لاندې ان تر مرګه رسیږي چې پلار یې طالبانو ته ډوډی ورکړې ده افغاني او اسلامي دود او دستور خو دا دی چې دشمن هم له دروازې نه شړي او ډوډی ورکوي افغانان هغه څوک دي چې په مهمان نوازي کې په نړی کې نوم لري او اسلام همدا امرکوي.

رسول اکرم صلی الله علیه وسلم وایي

من کان یؤمن بالله والیوم الاخر فلیکرم ضیفه.

ژباړه: حوک چې ایمان په الله او ورځې داخرت لري میلمه ته دې عزت ورکړي.

خو دغني په اداره کې یو څوک وژل کیږي چې پلار یې طالب ته ډوډی ورکړې وي.

دلته هغه څوک چې له اویا کلن سپینږیري سره لواطت کوي ارتې تڼی ګرځي او په چایې سترګې نه ډکيږي خو یو مظلوم محصل بیا وژل کیږي اربکیان هغه ناوړه پدیده ده چې تل یې په ولس خپل ټوپک راړولي او ولس یې ځورولی څو ورځې د مخه د ننګرهار ولایت کې یو اربکي قومندان دوه خویندې په یو وخت کې ځان ته په زوره په نکاح کړلې خو هیچا هم سر پرې ونه ګرولو له کله نه چې واک د دوه سري حکومت لاس ته ورغلی له اولې ورځې تر اوسه یوه ورځ له بلې زیاته ده او تل زورواکي ټوپک سالاران دخپل هوس دپوره کولو لپاره له هیڅ کوم قسم زیاتي نه مخ نه اړوي واړه هلکان په پوستو کې ساتل او پردی لوڼې پوستو ته کشول او خلکو ته اخطارونه ورکول د خلکو مالونه لوټل دا خو یې ورځنی دنده ده.

سیدالرحمن لومړی محصل نده چې وژل کیږي تر دې د مخه مو د پکتیا د لیسې پیښه هم یاد ده چې یو زورواکي قومندان دلیسې په انګړ کې له یو زده کوونکي څخه په دې وجه چې د قومندان صیب په غوښتنه تر پوستې نده ورغلی جامې وو ویستلې او لوڅ عکسونه ترې واخیستل شول او د نورو زده کوونکو په مخ کې وو وهل شو استاذان یې هم په دې جرم وو وهل شول چې د یاد شاګرد خلاصونه یې کوله.

قومي مشران، د مساجدو امامان، دمکتبونو استاذان اوشاګردان مو ترور شول وو وژل شول زندانونو ته واچول شول .

دغني افغانستان په لور

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x