د حمزه بن لادن همدا یو د وړوکوالي انځور نشر شوی

د اسامه بن لادن زوی د امریکا د تروریزم په تور لیست کې شامل شو

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، مرغومې ۱۶، ۱۳۹۵ل): د حمزه په نامه د اسامه بن لادن زوی د امریکا له لوري د تروریزم په نوملړ کې نن د پنجشنبې په ورځ شامل شو.

پر نوموړي به د امریکا له لوري قانوني او مالي بندیزونه لګیږي، که بالفرض هغه په امریکا کې څه املاک ولري، هغه به د دولت له لوري ضبطیږي او هغه امریکايي اتباع چې د نوموړي سره په راتلونکي کې مالي کومک وکړي، یا اړیکي ورسره وپالي، د تروریزم د ملاتړ تور به باندي لګیږي.

حمزه بن لادن چې عمر یې شاوخوا پنځه ویشت کاله دی، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت «نړیوال تروریست» بللی دی او د القاعده شبکې فعال غړی او مشر یې نومولی دی.

حمزه بن لادن د تېر کال ۲۰۱۶ په جولايي میاشت کې یو صوتي پيغام رسنیو ته لیږلی وو او په هغه کې یې د امریکا څخه د خپل پلار انتقام اخیستلو ګواښ کړی وو.

نوموړي ویلي وه: «مونږ ټول اسامه یو» او ویلي وه چې د القاعده ډله به امریکایان په خپل هیواد او بهر هیوادونو کې په نښه کړي ، ځکه چې په فلسطین ، افغانستان، شام، عراق، یمن ، صومالیه او نورو اسلامي هیوادونو کې پر مسلمانانو ظلمونه کړي دي.

نوموړي امریکایانو ته په خپل پیغام کې ویلي وه: «تاسو څه فکر کوی، په ابېټ اباد کې چې مو کوم جرم وکړ، هغه به همداسي بې انتقامه پاته شي؟، که داسي فکر کوی نو ګمان مو غلط دی».

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د نوموړې د همدې غږیږي وینا په استناد هغه «نړیوال تروریست» نومولی.

د رسنیو سره د امریکا له لوري شریک شوي هغه اسناد چې د اسامه بن لادن په کور کې موندل شوي وه، دا تاییده وي چې نوموړي هغه مهال هم د خپل د پلار سره د لیکلي پيغامونو په واسطه تماس نیولی وو او د القاعدې په ډله کې د غړیتوب غوښتنه کړې وه.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د