شعـــــرونه

غزل/ محمد نعیم افغان زوی

محمد نعیم افغان زوی

دا ما چې له نېږدې نه خپل مسیر لیدلی دی
رښتیا چې مې د خوږ ژوندون تعبیر لیدلی دی

انګاره استقبال کړه زه دې غېږې ته درځم
ما ستا په لمبه غېږ کې یو تصویر لیدلی دی

درخېږم په سکروټو دې زه ځان ور رسوم
ستي دې شمه خېر دی ما تقدیر لیدلی دی

لښکرې ماتوم د ننګونو په میدان کې
نصرت مې د الله په هر تکبیر لیدلی دی

ساتلی یې زموږ پت دی بېشکه په هر آن کې
ناموس ته مې دفاع کې تل شمشیر لیدلی دی

سپین غر تر هندوکوشه بیا سپین کاروان ځلېږي
په ننګ باندې یې ویاړ کړي ما پامیر لیدلی دی

په منډو دی سر شوی  تورتم نن افغان زویه
اخ شکر چې مې سمدم پرې دروند ویر لیدلی دی

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x