شعـــــرونه

دوه غزلونه/ خالقيار احمدزی

خالقيار احمدزی

تر څو به په ظاهره او په زړونو کې سوځیږو
آخ بیا د نمرودیانو سرو اورونو کې سوځیږو

ښکلاؤ کډې کړې سپرلی هم په تزلزل دی
دې چم کې اغزي نشته په ګلونو کې سوځیږو

له پورې هندوکشه تر سپین غر یې بدرګه کړه
بې وسه افغانان یو په جنګونو کې سوځیږو

زموږ او د هغو تر منځه دومره فاصلې دي
دوی کړي پرې خوشالۍ، موږ یی غمونو کې سوځیږو

جانانه مازدیګر هم څه بې خونده غوندې ښکاري
د وصل بنګړي مات شول ګودرونو کې سوځیږو

څراغ مو ؤ روښانه د ستا لارې مو څارلې
چې سترګې شوې ړندې،که دیدونونو کې سوځیږو

خپل آه یې دی لیکلی په قلم ستا خالقیار
افسوس دیار انځوره ارمانونو کې سوځیږو

غزل

له سهاره تر بیګاه مې دی ژړلی

ستا فراق کې په بیا بیا مې دی ژړلی

لیونیه دا ګریوان به بیاڅوک ګنډی

ستا دغږ په اوریدا مې دی ژړلی

ما به ستورو ته کتل په ماښامونو

تورو شپو کې ترسبا مې دی ژړلی

مخه ښه دې چې په سترګو راسره کړه

ستا جفا نه،په وفا می دی ژړلی

د پټکی په شملګۍ دې نازیدم چې

په پښتون،پښتون ناره مې دی ژړلی

چې قلم ته غزلیز رنګونه ورکړو

په لیکلو، په املا مې دی ژړلی

موږ دیار له خواږه نومه قربانیږو

خالقیاره ډیرپخوا مې دی ژړلی

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x