نظــر

دوستم که دوسِتم ؟

 حمزه حسیني

دا یو مسلَم حقیقت ده چې اسم په مسمي کې اثر کوي خو زه به په اکثرو اوقاتو کې بیا په دې سوچ او فکر کې وم چې ډېر وخت مونږ په ټولنه کې وینو چې نوم یا لقب به یې د ښې معنا لرونکی وي خو له مسمي څخه به یې بیا داسې اعمال صادریږي چې انسانان خو څه چې له حیواناتو څخه یې هم د صادرېدلو توقوع نه وي له هغو القابو څخه یــو هم دوستم ده.

په حقیقت کې دا کلیمه ډیره ښه معنا لرونکې کلمه ده خو په مسمـــي یې بالکل منفي اغیز او اثر کړی نو نه پوهيدم چې ولې یې داسې له خپل عمل نه مخالف عمل کړی خــو نن مې هغه فکــر او سوچ پای ته ورسېده او دا پرېکړه یې وکړه چې دا کلمه خو ظاهراً دوســتم ده حقیقةً دا د دوسِـــتم په معنا ده یعنـي دوه ظلمونه.

او رښتیا چې مسمي ته یې هم وکتل شي نو د دوو ظلمونو څښتن دی اول د عقیدې په اعتبار او دوهم د عمل په اعتبار عقیدوي اعتبار باندې ځکه ظالم ده چې دی پخوانی کمونست ده او د عمل په اعتبار باندې ځکه ظالم ده چې نه د چا دسرخیال ساتي،نه د مال او نه هم د چا په عزت بندواز ده کنه نو له “احمدایشچي” دې وپوښتل شي.

او بالمــقابل یې دوه نورې کلمې هم دي او دا ډېره موده کارول کیږي چې یو <عَیْن>او بل<غَیْن> ده چې د دوسِتم له محاکمه کولو یا اقلاً لویې څارنوالی ته د حاضرولو څخه عاجز دي او بل لور ته دا وحشي ځناور په هیواد کې هم دوه ډوله خلک لري یو هغه چې په ده باندې ځان قربانوي او بل هغه چې دده له نوم څخه نفرت کوي.

هغه خلک چې په ده باندې ځان قربانوي یا خو دده قومیان دي او یا یې دی په عقیده کې پيشوا ده او هغه خلک چې له ډیر نفرت څخه یې دده نوم هم بد ايسي هغه بیا دده له ظلم او وحشت څخه متأثرین شوي خلک دي. د دوســـتم بغیر له چور و چپاول،ظلم او وحشت،زنا او لواطت نه بل کار نشته نه ده اسلام غم شته ورسره او نه یې پیژني.

دا منحوسه څېره په ظلم او بربريت کې دومره مشهوره شوې چې داسې څوک به نه وي چې دده له نوم سره نا اشنا وي د غرب له نطفې څخه پیدا افغاني الاصله غربی لا د ظلم او وحشت اقتدار په لاس کې لري او هیڅوک یې هم مخه نشي ډب کولی په لساني تعصب کې بیا دومره مستغرق ده چې تصور کول ناشونی ده او دا ځکه چې په ماضي کې یې شوروي اتحاد ملاتړ کاوو او اوسني وخت کې یې بیا د ناټو اتحادیه ملاتړې ده.

خو دده لپاره د نبي کریم صلي الله علیه وآله وسلم دا حدیث مبارک کافي ده چې(الظلــم ظلمات یوم الــقیامة)الحدیث.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x