نعتيه غزل/ جمال افغان میاخیل

جمال افغان میاخیل

رڼا وه ستا په نوم باندي او بیا رڼا رڼا شوه
په زوکړه دي جانانه دا دنیا رڼا رڼا شوه

ماڼۍ شوي د کفارو یو تر بله مخکي ورانی
سور اور شوله له ویري نه کسرا رڼا رڼا شوه

قدم دي عجیبه و مخلوقات یي ایلول
شغلي هره کوڅه شوله بیدیا رڼا رڼا شوه

نامه دي لکه شات داسي خوږه خوږه لګیږی
حسینه مدینه شوله په تا رڼا رڼا شوه

موسی که د اوبو به منځ کي لاري جوړوی شی
ستا صرف اشاره باندی سما رڼا رڼا شوه

ویلي مشرکانو معجزه ورسره نشته
سپوږمۍ په منځ کی دوه شوله رښتیا رنا رڼا شوه

په ورځ د قیامت کې شفاعت د جمال وکړه
حساب یی کړه په منځ کې د شیدا رڼا رڼا شوه

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د