istihmar

استحمار

نن د (استحمار ) ښکنځل ډوله سیاسي اصطلاح را اخلو لومړی یې تشریح کوو او وروسته یې په سیاسي څنډ او اُفق کې دکارونې بیلګې را اخلو.

دا اصطلاح داسلامي نړۍ مشهور او وتلي مفکر یامتفکر دکتورعلي شریعتي هغه وخت رامنځته کړه چې د ( النباهة والاستحمار ) په نوم یې یوکتاب ولیکه، ځیني نوې اصطلاحات د زړو مشهورو اصطلاحاتو په اقتفاء او مفهوم رامنځته کیږي، څرنګه چې د ( استعمار) اصطلاح پخوانۍ اوپه خلکو کې مشهوره ده په اقتفاء یې څو نورې اصطلاح ګانې هم رامنځته شوې دي لکه استثمار، استبداد، استقرار او … نو دازموږ تربحث لاندي اصطلاح استحمار هم د استعمار په اقتفاء وبولئ.

یوه عرب ټوکمار لیکوال د استحمار اصطلاح مرکب اسم بللی دی او د دې مرکب اسم د دواړو اجزاو له تشریح کولو وروسته د دې اسم مطلب اومعنا ښه ترلاسه کیدلی شي، ستاسو له مخ دي حیا وي لومړی جزء یې (الاست) ده او دویم یې(حمار) ده دعربي لغت له مخې ځیني معلوم زائد حروف له یوه اسم سره راوړل کیږې اوهغه د اسم اصلي معناته تغیر ورکوي، د است توری هم په اسماواو افعالو پوري دهغو دمعنا دتغیر له پاره نښلول کیږي او د است زایدحروف دمصنوعي کولو معنا رامنځته کوي یعني د یوه اسم اصلي معنا مصنوعي ګرځوي او د دې نوم دویم جزء (حمار) ده اوحمار یاخرخو هرڅوک پیژني.

داصطلاح مطلب داده چې کله سیاستوال ځیني افراد او قومونه خره ګرځوي هغوی که څه هم انسانان وي خودوي یې دخپلو سیاسي اهدافو له پاره خره ګرځوي، اوس چې سیاستوال دسیاسي ګټو په نیت کله ځیني افراد استحمار کړي داګټې دهغو افرادو هم ورسره شريکوي نوهغوي طبعاً باید دا خرتوب ومني. اوکه کوم سیاستوال اولس استحماروي دایې دمنلو نه ده هغه باید له دا ډول ملي سپکاوي نه لاس واخلي.

داستحمار د دواړو بیلګو له پاره دهیواد نوماندي ډاکټر اشرف غني احمدزی را اخلو هغه چې کله دوستم مرستیال وټاکه نو د ډیرو پلويانو یې دوستم نه و خوښ او دا کار یې په پیل کې سخت وغانده او د خپلو نظرونو له مخي یې هغه قاتل او… وباله، خو هغه خلک ډاکټرصاحب استحمار کړل او د دوستم په اړه یې د هغوی کوتاه فکري! ورته روښانه او د دوستم ملګرتیا یې ګټوره وبلله، هغوی هم له ډاکټر صاحب سره دمشترکو ګټو په پاس خرتوب او استحمارته سرونه ټیټ کړل او اوس د دوستم په اړه خپل زاړه نظرونه پټوي او د ډاکټر صاحب له خواتلقین شوي ګټې او… بیانوي.

د اولس داستحمار په اړه د ډاکټر اشرف غني تازه څرګندونې را اخلو او دا لاندي خبر سره لولو:
د هېواد ولسمشرۍ ته نوماند اشرف غني احمدزی وايي، چمتو دی چې د هېواد په ټولو ولايتونو کې د ولسمشرۍ څوکۍ ته له کانديدو کسانو سره مناظره وکړي.
ده دغه څرګندونې په ښه توګه د ټاکنيزو مبارزو د تر سره کولو په موخه، په يوه جوړ شوي ورکشاپ کې وکړې.
اشرف غني وايي، د هېواد په هره سيمه کې دې ته اماده دی چې له خپلو سيالانو سره مناظرې ته کښېنې.
دی زياتوي، نورو نوماندانو ته دفتر هم دی ورکوي او که هغوی مناظرې ته نه حاضرېږي نو وزلوبه دې ورسره وکړي، او که دوي آس نلري نو جنرال صاحب دوستم به دوي ته آس ورکړي.

د ډيموکراټيکو اصولو په رڼاکې له سیالو کاندیدانو سره مناظرې د دنیارواج ده اوخلکوته دخپلو پروګرامونو دښه وضاحت غوره لاره ده، اوداچې دی وایې له هغوی سره وزلوبې ته هم تیار ده دایې داولس داستحمارمعنا لري اودمنلو نده. یعني دا اولس هغه کاندید خوښوي چې هغه په مټو پیاوړی او داس یاخره په سپرلي کې مهارت لري! که د ده پلویان وایې چې دا خبرې ټوکې او ګپ شپ و نو مهرباني دي وکړي ټوکې دې له خپلو مستحمرینو سره کوي په ملی سټیجونو او دملت په اړه په خبرو اتروکې د مستحمر دا ډول څرګندونې خلک په شمار شماري او اجازه یې نه ورکوي.

لیکوال: نعمان منلی – کالم: نښتر – نن ټکی آسیا

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د