شعـــــرونه

غزل/ عبدالباقي مهاجر

عبدالباقي مهاجر

دغره پر څوکه پر پیره ولاړیم
ټوپک په غاړه په غرمه ولاړیم

د مرګ او ژوند فته مې نه لګېږي
بس لکه خاص پرجنازه ولاړیم

له پاسه ګرځي الوتکې جنګي
بس دتقدیر په فیصله ولاڑیم

خو شکرشکر په دي وجه شکر
چې د جنت پرکناره ولاړیم

دتورګړنک دتوروغرونو سره
د سترآرمان پرمناره ولاړیم

باداره ستا لپاره ستاپه رضا
تاسره زه ستا پروعده ولاړیم

دمینې تاب لرم په زړه کې ژوندی
زکه پر پاکه عقیده ولاړیم

زه مهاجر پنځه وختونه درته
مخامخ تاته پرقبله ولاړیم

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x