شعـــــرونه

واورې اوري

واورې واورې شوې په غرونو واوورې اوري
په سپين غر اوســـــــــــــالنګونو واورې اوري

کابل جانه په ټپي ټپي ســـــــــــــــــــــــــينه  دې
ده بارودو دبمونــــــــــــــــــــــــــــــواورې اوري

توتکۍ شوې مهاجرې له وطنــــــــــــــــــــــــــه
په ګل څانګوسروګلونـــــــــــــو واورې اوري

مجـــــــــــــــاهده دټوپک شپيلي دچوپ ده
نن دبيا په سنګرونــــــــــــــــــو واورې اوري

داکاروان يې ته نيمګړي مـــه کړې خدايه
پاس دزاڼو په وزرونـــــــــــــــو واورې اوري

ماهيپره په تندي دزيری  ښـــــــــــــــــــکاري
په لمـــــــــــــــــــن دې ديادونو واورې اوري

ته يې زېرۍ درحمت  کړې لويه خـــــــــدايه
په مظلوموولســـــــــــــــــــــونو واورې اوري

دښکېلاک لښکربه واړه پکې ښکېل شي
په ګوربت اوميوندونـــــــــــو واورې   اوري

(حبيبي ) راز ده يونوي انقـــــــــــــــلاب دی
په رنګينو محــــــــــــــــــــلونوواورې اوري

حبییبی وردګ

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x