هند د غویانو پيژند پاڼي او ډیټابیس جوړوي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، مرغومې ۱۶، ۱۳۹۵ل): د هند حکومت د غواګانو او غویانو لپاره د ځانګړي ډیټابیس لرونکي پيژندپاڼي جوړوي، چې د غویانو پر غوږونو به لګیږي او هره غوا یا ګامېښه به خپل ځانګړی نمبر ولري.

په هندوستان کې هندوان د غوایانو عبادت کوي او پر حلالولو او یا غوښو خوړلو یې مسلمانان زورول کیږي.

د هندي رسنیو د راپورونو سره سم په دغه هیواد کې شاوخوا ۸۸ ملیونه غواوي او ګامیښي دي، چې د هغوی لپاره د پيژندپاڼو جوړولو په خاطر به سل زره کسان په کار وګمارل شي څوک چې به ددغه حیوانانو سره د تعامل تخصص هم ولري.

د غوایانو پر غوږونو به ځانګړی الیکتروني وړوکی کارت لګیږي چې د هرې غوا به ځانګړی نمبر وي او دغه ۱۲ عدده نمبر به د پيژندپاڼي حکومتي ډیټابېس سره تړلی وي.

حکومت په دې کار سره غواړي چې د غواګانو صحت وڅاري، د ژوند او مرګ خبر یې ولري او همداسي چې هغوی څومره شیدې کوي او یا د چا په ملکیت کې دی.

د راپورونو سره سم د غواګانو د پيژندپاڼو دا سیستم به هغه سیستم ته ورته وي چې «آدهار» نومیږي او د هندي وګړو لپاره یې پيژندپاڼي اجرا کړي دي.

له هغه وروسته چې په هندوستان کې د سخت دریځي هندو «نریندرا مودي» حکومت راغلی، په دغه هیواد کې د مسلمانو پر خلاف ورځ په ورځ ستونزي مخ پر زیاتېدو دي او په ځانګړي ډول هندو سخت دریځي تنظیمونه د مسلمانانو پر ضد له سخت چلند څخه کار اخلي او هغه مسلمانان په نښه کوي چې د غوایانو غوښي خوري او یا یې کاروبار کوي.

تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.