په بغداد کې دوه چاودنو په لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، مرغومې ۱۶، ۱۳۹۵ل): نن د پنجشبې په ورځ یو ځل بیا د عراق په پلازمینه بغداد کې دوه پر پر لپسې د موټر په واسطه چاودني وشوې چې له امله یې د چارواکو په وینا لږ تر لږه ۱۹ تنه مړه او ۳۳ نور ټپيان شوي دي.
په دې وروستیو کې د بغداد ښار په عامو ځایونو کې چاودني زیاتي شوې چې له امله یې په هره چاودنه کې په لسګونو ولسي وګړي وژل کیږي او تر هغه زیات نور ټپيان کیږي.

د نن ورځي چاودني په اړه ویل کیږي چې بغداد ښار په منځ کې د «باب المعظم» په کلي کې را منځته شوه چې له امله یې لس تنه مړه او ۱۸ نور ټپیان شول.
ددې تر مخه د بغداد په ختیځه کې د «العبیدي» په نامه کلي کې یوه مسجد ته څېرمه په موټر کې ځای پر ځای شوي چاودېدونکي توکي چاودېدلي چې له امله یې ۹ تنه مړه او ۱۵ نور ټپیان شوي دي.

د عراق په پلازمینه بغداد کې د چاودنو مسؤولیت اکثره د «داعش» ډله په غاړه اخلي او وايي چې دوی په چاودنو کې د شیعه ګانو د را ټولېدو ځایونه په نښه کوي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د