نړۍ

د ترکیې په «ازمیر» ښار کې تر چاودني وروسته دوه بریدګر وژل شوي دي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، مرغومې ۱۶، ۱۳۹۵ل): نن د پنجشبې په ورځ د ترکیې په َ«ازمير» ښار کې چاودني یو پولیس وژلی او د محکمې د یوه کارکوونکي په ګډون یې ۱۱ تنه نور ټپيان کړي دی.

د «ایجه» سمندر پر غاړه پروت ښار «ازمیر» د ترکیې د هغو ښارونو څخه شمېرل کیږي چې نسبتا امن یې تر نورو ښارونو ښه دی.

د امنیتي چارواکو په وینا د پيښي وروسته یې سمدستي هغه دوه بریدګر په نښه کړي چې ننی برید یې تر سره کړی دی.

د ترکیې د لومړي وزیر مرستیال «ویسي قایناق» رسنیو ته ویلي چې دوه تنه بریدګر چې د «ازمیر» چاودنه یې تر سره کړه، په اصل کې د یوه لوی برید پلان درلود چې پر وخت خنثی شو او دواړه ووژل شول.
نوموړي د رسنیو سره په خبرو کې وویل چې ددواړو بریدګرو د وژل کېدو وروسته امنیتي چارواکو داسي وسایل، وسلې، او بمونه موندلي چې ځیني مالومیږي دواړو بریدګرو تر دې هم لوی پلان سنجولی وو.

نوموړي ویلي چې په ترکیه کې به ورته بریدونه په عراق او سوریه کې د ترکیې عسکري عملیاتو باندي اثر ونه غورځوي.

بل خوا د «ازمیر» ایالت والي ویلي چې په دغه پيښه کې هم د ترکیې ضد کردان لاس لري.
«ایرول ایلدیز» رسنیو ته وویل چې د کردانو مخالفه وسلواله ډله پر محکمې باندي برید کړی.
نوموړي وویل، کله چې پولیسو د تلاشي لپاره یو موټر ودروی، موټر کې ناستو دوه کسانو ډزي وکړې او موټر ته یې چاودنه ورکړه، چې دواړه د تيښتې پر مهال د پولیسو له لوري ووژل شول.

باید وویل شي چې ننۍ چاودنه تر هغه لوی برید څلور ورځي وروسته تر سره کیږي چې په استانبول کې د داعش له لوري پر یوه نڅا کلب باندي ترسره شو چې له امله یې د کال لومړۍ شیبې لمانځونکي ۳۹ تنه ووژل شول او په لسګونو نور ټپیان شول.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x