نظــر

د یوه زندان څخه لیدنه او د لوړ مرام ځوان

یوه ورځ می دافغانستان د زندانونو له یوه زندان څخه لیدنه وکړه هغه ځوانان چی داستعمارپه وړاندی دعمل په ډګرکښی اسیرشوی وو لوړمرام اودخوشحالی څپی یی دتندی پرمخ له ورایه معلومیدلی له دی ځوانانوڅخه می له یوه ښایسته ځوان چی نوم یی راته دعبدالله آغاصیب په نوم رامعرفی کړ ورنه می وپوښتل ځوانه څه مشکل خوبه نلری؟

 راته یی زیاته کړه که مشکلات درته ووایمه نوشکایت به شی اوکه یی نه درته وایمه نوبیادروغ خوپه اسلام کښی نشته په هرصورت مشکلات زیات دی

خومونږه داوبودنشتوالی اوخرابوالی له وجهی سخت مشکل سره مخ یوهغه داچی زمونږه اکثریت ملګری دپښتورګو،معدی،….له ناروغی زوریږی اوبل داچی زمونږه دزندان خونی دژمی له راتګ سره زیاتی یخی دی ،دباران له وریدوسره څاڅی اودشپی له مخی دالبسی دنشتوالی له وجهی زمونږه ملګری دیخنی نه په عذاب دی.ځوان راته زیاته کړه دامشکلات می ځکه درسره شریک کړل هغه دبشردحقوقوتش په نامه دعوه کوونکی چیری دی ولی د(صوتی ،تصویری اوبریښنایی )رسنیوله لاری  داخبره نه نشرکوی .ولی مدنی ټولنی ددغوبی دفاع اوولچک اوزولنه په لاس بندیانو اوازدرسنیوپرمخ انعکاس نه ور کوی .
آغاصیب زیاتوی: چی اکثره زندانیان له پورته ذکرشویو مشکلاتو سره مخا مخ دی اوبل داچی اکثره غولیدلی افغانان دشخصی عقدوپه بنیاد مجاهدینوته سختی شکنجی ورکوی(داسی شکنجی ورکوی چی په کامله معنی بشری یی حقوق ترپښولاندی کړی دی اوپه ذکرکولویی قلم عاجزدی  خوبیاهم کوم نالښت نه کوو).

 عبدالله آغاصیب بیا زیاته کړه :چی له مونږه سره دهغو بندیانوغم دی کوم چی بی ثبوته نیول شویدی مونږه په عملی ډګرکښی نیول شوی مجاهدین یو مونږه دامشکلات مخکی له زندانی کیدو په نظرکښی نیولی خو دهغومظلومواوبی دفاع افغانانو راسره غم دی کوم چی  بی ثبوته اوبی سنده  نیول شوی دی نه یی محکمه کیږی اونه یی پوښتنه دافغانستان دولت دخپل ورځنی راپوردجوړیدوپه بنیاد څوک چی په سنت اوسیرت دحضرت سرورکائینات برابروی هغه یی زندانی کړی اودغیروموسقو راپورونو په بنیاد دشکنجوپه زورله هغو تحقیق کوی ترڅو درشوت په واسطه له هغه یو څه ترلاسه کړی اودیو څومادی امتیازیاتو په مقابل کښی یی خوښی کړی چی دابهیراوس په افغانی زندانونوکی یو رواجی اوتجارتی شکل غوره کړی دی چی دهربندی سره داچلند جریان لری.دقاضیانو اوڅارنوالانو قضاء اواستنطاق دپیسو په مقابل کښی دی نه قانون لری اونه قانون پیژنی بلکی  بیدون له کوم سند څخه په هربندی چی وغواړی همغموره قید ورته ورکوی کچیری پیسی ولری که څومره سترجرم ولری لکه ( قاچاق ،موادومخدر،سرقط،غلا اوداختطاف کومه قضیه ولری بیاهم سری سترګی ګرځی اودپیسوپه زورخوشی کیږی کوم مشکل به نه وی ورته ). اماهغوبی دفاع افغانانوته بیاسترمشکل دی کوم چی نه پیسی لری اونه واسطه.

داسلامی امت دیوالی اوآزادی په هیله.

عمرافغان

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x