ورزش

نوروز منګل: که شاپور ځدران وړتیا وښيي، په ملي لوبډله کې به ځای ورکړه شي

نن ټکی اسیا (جمعه، مرغومې ۱۷، ۱۳۹۵ل): د کرکیټ بورډ له لوري نوی ټاکل شوی د غوراوي کمېټې مشر (چیف سلکټر) د پژواک خبري اژانس سره په مرکه کې ویلي چې شاپور زدران او شفیق الله شفق که په کورنیو لوبو او الف لوبډله کې خپله وړتیا او فټنس وښيي، دوی به ورته په ملي لوبډله کې د لوبي چانس بیا هم ورکړي.

نوموړي ویلي چې د صحرا جام لپاره تازه ټاکل شوې لوبډله د غوراوي پخوانی کمېټې جوړه کړې، دوی په کښي کار نه دی لرلی.
د صحرا جام په دوبۍ کې د دویمي درجې هیوادونو تر منځ د ۱۴ نېټې څخه پیلیږي او بیا ۲۰ پوري دوام کوي، د افغانستان له لوري په ملي لوبډله کې د شاپور زدران او شفیق الله شفق نوم نسته، خو نوروز منګل چې د نړیوال کرکیټ څخه متسعفی شوی، لوبه کوی.
د کرکیټ بورډ د نوموړي په اړه وویل چې غواړي نوروز منګل په یوه الوداعي لوبه رخصت کړي. خو تر اوسه معلومه نه ده چې نوروز منګل به په دغه جام کې ولوبیږي کنه، ځکه چې ملي لوبډله دبۍ ته رسېدلې خو نوموړی د ویزي د ستونزي له امله تر اوسه په کابل کې دی.

شاپور زدران په دې وروستیو کې د کرکیټ د پخواني بورډ مشر پر خلاف په رسنیو کې خبري کړې وي او ویلي وه چې هغه په ملي لوبډله کې چانس نه ورکوی او یا داچي توپيري چلند ورسره کیږي، خو د نوروز منګل وویل چې هر لوبغاړی په ملي لوبډله کې لوبه کول غواړي باید دیسپلین مراعت کړي او همداسي خپله وړتیا او فټنس وښيي، چې همدا کار لپاره اوس یو ځل بیا شاپور زدران ته موقع ورکړه شوې چې د زمبابوې په وړاندي د الف لوبډلي سره خپله وړتیا وښيي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x